انجنیر عمیر ویاړ
د اُحد جګړې له پیل نه د مخه یوه کافر څو ورځې پرلپسې د یوې کندې په ویستلو کار کاوه په دې تمه چې که محمد (ص) پرې وربرابر شي او پکې وغورځیږي.
کله چې د اُحد جګړه پیل شوه او رسول الله ص په جګړه کې مصروف شو نو یادې کندې ته یې پام نه و ناببره پکې ورپریوت، مبارک مخ یې په ډبرو پورې ومښل شو غاښونه یې مات شول، پر مخ یې وینې روانې شوې او په ملا کې یې سخت درد پیدا شو.
رسول الله ص جنګي اوسپنیزه خولۍ په سر کړې وه، هڅه یې وکړه چې له کندې راووځي، نو یوه کافر ولید، څوک وایی چې ابن قمئة و او څوک وایی چې عتبه بن ابي العاص و.
رسول الله ص یې د تورې په پلنو پر سر او د مخ پر ښي او چپ اړخ وواهه، نو د اوسپنیزې خولۍ اوسپنه یې په مخ کې ننوته چې د وینو جریان یې لا زیات کړ، وینې ترې روانې شوې، صحابه په ژړا شول، او شایعه خپره شوه چې ګویا رسول الله ص ووژل شو.
تر ټولو لومړی کس چې د رسول الله ص خواته یې وروغاستل ابوبکر رض و، ورته یې وویل چې درنه قربان شم ای رسول الله!
ابوبکررض وایی ما ډیره هڅه وکړه څو د خولۍ اوسپنه یې له مخ نه وباسم خو ونه توانیدم، پدې کې ابوعبیدة بن جراح راغی او ویې ویل: ای ابابکره! ته او خدای چې رسول الله ص ماته پرېږده!
ابوعبیدة رامخې ته شو لومړی یې رسول الله ص له کندې راووېست، بیا یې هڅه وکړه چې د رسول الله له مخ نه د اوسپنېزې خولۍ ننوتې برخه راوباسي خو ونشو، آخر یې د غاښونو په واسطه د هغې د کشولو په واسطحه کوښښ پیل کړ او په هر کشولو سره یې یو غاښ ماتېدو او له خولې راپرېوتو! تر دې چې ډېر غاښونه یې له لاسه ورکړل، خو هڅه یې دا وه چې د رسول الله ص له مبارک مخ نه دا اوسپنه وباسي.
بالآخره بریالی شو او د رسول الله ص له مبارک مخ نه یې اوسپنه بهر کړه.
صحابه وايي:
په خدای سوګند چې کله د ابو عبیده له خولې غاښونه وغورځېدل او مونږ یې مخ ته وکتل مخ یې یو دم داسې ښکلا خپله کړه چې مونږ کله هم نه وه لیدلې، چې دا په اصل کې هغه ته د الله تعالې لخوا یو اکرام و چې ور یې کړ، ځکه همدی و چې د اوسپنې پر وېستلو بریالی شو.
رسول الله ص کیناست او وینې یې له خپل مبارک مخ نه پاکولې، صحابه کرام ترې ګردچاپیر ولاړ وو.
پدې وخت کې رسول الله ص خپل دواړه مبارک لاسونه خپل متعال خدای ته پورته کړل، ابوبکر رض وایي: زه وویریدم چې هسې نه خپل امت ته ښیرا ونکړي کنه ټول به تباه او برباد شو!
وایې رسول الله ص ته مې کتل چې ویل یې:
ذوالجلاله ربه!
زما قوم نه پوهیږي ته یې پوه کړې!!!

















