کابل ټکی کام عبدالله هاشمي
سیول: جنوري ۱۰، د رویټرز د خبري اژانس د خبر له مخې، د شنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو د خپل ملګري هېواد جنوبي کوریا په خاوره د (بي ۵۲) ښکته پروازونه شروع کړي دي.
دا پروازونه پداسې حال کې شروع شوي دي چې د جنوبي کوریا ګاونډي او روایتي دښمن شمالي کوریا د چهار شنبې په ورځ یوه ستره اتومي آزموینه ترسره کړه.
دغو دواړه (بي ۵۲) جنګي الوتکې چې یوه د جنوبي کوریا او بله د متحده ایالاتو وه په شریکه له (ګوام) څخه خپل پروازونه ترسره کړل، او کله چې دواړه ګوام ته بېرته راورسیدې، د امریکا د الوتکې پيلوټ په خپل بیان کې وویل:
«نني پرواز دا وښودله چې زمونږ په اتحاد کې څومره قوت او قابلیت موجود دی.»
جنګي ماهرین وايي چې دا کار پدې موخه شوی دی ترڅو د جنوبي کوریا ملت ته دا اطمنان ورکړل شي چې د شمالي کوریا د احتمالي خطري په مخنیوي کې یوازې نه دي.


















