کابل ټکی کام عبدالله هاشمي
د هلمند ولایت څخه زمونږ همکار خبر راکوي چې د ګرشک ولسوالۍ په یخجال سیمه کې طالبانو د ملي اردو په یوه مرکز تعرضي برید ترسره کړ چې په نتیجه کې پوسته د طالبانو لاس ته پرېوته.
خبر زیاتوي چې پدې جګړه کې د ملي اردو ۱۲ عسکر ووژل شول او دوه تنه نور یې طالبانو ژوندي ونیول.
په پوسته کې طالبانو دوه کارمولي ټوپک، دوه د مهماتو څخه ډک موټر او ګڼ نور سامان هم نیولی دی.
عیني شاهدان وايي چې د جګړې په دروان کې د ملي اردو عسکرو ته د شاوخوا نورو پوستو څخه هیڅ قسمه مرسته راونه رسیدله.
دا پداسې حال کې ده چې افغان دولت یو تعداد جنګي چورلکې هم ترلاسه کړي دي ترڅو وکولای شي د طالبانو په خلاف په جنګ کې کار ځینې واخلي.


















