هند کې یوازینی ښوونځی چې د ماشومانو څخه د فیس په بدله کې د سړک د غاړو پلاستیک او خزلی جمع او غواړي.
د اِکشر په نوم دغه ښوونځي چلونکي وايي دا کار مو د سیمې څخه د ګندګي ټولولو لپاره شروع کړي، موږ وايوو عام خلک داسي ذهن سازي شی چې دغه پلاستیک او خزلی هم ارزښت لري، یو خوا نه به ماحول پاک او له بلې خوا به مو غریبو ماشومانو ته د تعلیم زمینه برابره کړي وي، په لومړیو کې د ماشومانو والدینو د فیس بوج د اوچتولو کې زړه نازړه وه خو کله مو چې د کورنو څخه ماشومانو پلاستیکونه او خزلې راوړلو وویل نو د سیمې څخه لسهاوو ماشومان ښوونځي ته د شاملیدو لپاره راغلل، په دغو ماشومانو په هفته کې د ۲۵ تکړې پلایستیک راوړل لازمي دي.
مخکې ددې سیمې خلکو دغه پلاسیک او خزلو ته اور اچولو او سوزولي او ځینو بیا د ځان ګرمولو استفاده ترې کوله.
په دغه ښوونځي کې ذده کړیالان تر هغو ذدکړي کوي تر څو چې ورته وظیفه یا د پوهنتون داخله نه وي پیدا شوي، په دغه ښوونځي کې د ساینسي او انګریزي مضامینو تر څنګ مسلکي ذده کړي هم ورکول کیږي لکه خیاطي، فوټوګرافي او داسې نور.

















