ساده درمل چې په خوړلو سره يې د کينسر څخه د مړينې خطره ۱۳ فيصده کميږي/ څيړونکي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۱۹)

په اوسني وخت کې کينسر په انسانانو کې زيات شوی چې تر ډيره د خلکو د مړينې لامل ګرځي خو تازه څيړونکو د داسې ساده درملو د خوړلو سپارښتنه کړې چې په ورځيني خوراک سره يې د دغه ناروغۍ څخه د مړينې خطره ۱۳ فيصده کميږي.

د ميل ان لاین د راپور له مخې، روغتيايي څيړونکو په یوه نوې څيړنه کې ويلي چې د انسان په وجود کې د ويټامين ډي د کمښت له کبله د نورو ناروغيو تر څنګ د کينسر ناروغي هم پياوړي کېږي خو دوی وايي، که څوک هره ورځ د وټامن ډي یوه ګولۍ خوري نو په هغه کې به د کينسر ناروغۍ څخه د مړينې خطره ديارلس فيصده کمه وي.

راپور کې راغلي چې دغه څيړنه په امريکا کې  د اليني په نوم د کینسر په يوه روغتون کې ترسره شو ده چې لسګونو زره کسانو پکې ونډه اخيستې او پايلې يې مثبتې وې.

د څيړونکو د ډلې مشر ډاکټر شي فينګ ماو وايي، مونږ په دغه څيړنه کې په ۷۹زره خلکو تجربه وکړه.

مربوطه مطالب

Back to top button