(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۳۰)
د کډوالو نړيواله اداره “ای او اېم” وايي، په تيرو شپږو مياشتو کې ایران او پاکستان له خپل هيوادونو له سل زرو زيات افغان کډوال شړلي دي.
نن د جون شلمه د کډوالو نړيواله ورځ ده چې په همدې ورځ د يادې ادارې له خوا له پاکستان او ايران څخه په زوره د شړل شويو کډوالو شميرې په ډاګه کېږي.
د کډوالو نړيوالې ادارې ويلي، د ۲۰۱۹م کال له پیله تر دې دمه څه د پاسه ۱۱۰ زره افغان کډوال له ايرانه افغانستان ته په زوره شړل شوي او دغه راز له پاکستانه بيا دوه زره تنه په ايستل شوي دي.
څو ورځې مخکې د افغانستان د کډوالو چارو وزير عالمي بلخي په اسلام اباد کې د پاکستان، ايران او ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له مسؤولينو سره د کډوالو په ستونزو خبرې وکړې.
د کډوالو چازو وزارت وياند عبدالباسط انصاري وايي، اسلام اباد او تهران ژمنه کړې چې له دې وروسته به افغان کډوال خپل هېواد ته په زور نه ستنوي.


















