(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۲۹)
د نيويارک ټايمز امريکايي ورځپاڼې د افغان پوځ په اړه مطلب خپور کړی وايي، د داسې یوه حکومت لپاره يې د جګړې په لومړۍ کرښو کې ځانونه په خطر کې اچولي چې خپل دښمن ته تر اندازې زيات اهميت ورکوي.
په مطلب کې د پوځي کارپوهانو له نظره ليکل شوي چې افغان پوځ تر اوسه ډیر پياوړی نه دی تمام شوی او لامل يې هم د رهبرۍ په کچه ستونزې او پراخ فساد بلل شوی دی.
ورځپاڼې په بدخشان کې د یوه افغان افسر له قوله ليکلي، چې هره ورځ د طالبانو دوه درې ځلې د طالبانو تر وسله والو بريدونو لاندې راځي او هره ورځ تلفات ورکوي.
نیويارک ټايمز ليکي، دا مهال امريکا او طالبان د دوه لکه افغان پوځ او پنځه ديرش ميليونه افغانانو په برخليک خبرې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد طالبانو سره بل پړاو خبرو د پيليدو خبر ورکړی په وينا يې تمه ده چې په دغه پړاو کې به لا زیات پرمختګونه وشي.


















