(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۲۹)
نن سهار د کابل شمال ته په پروان ولايت کې د بهرنيو ځواکونو تر ټولو په ستر پوځي مرکز بګرام هوايي ډګر توغنديز برید شوی دی.
عیني شاهدان وايي، دغه توغندي د بګرام هوايي ډګر په داخل کې لګېدلي خو د اوښتو تلفاتو په اړه يې معلومات نشته.
بګرام هوايي ډګر ته نږدې يوې امنیتي سرچينې چې په سیمه کې د څو امنيتي پوستو مشري په غاړه لري د نوم نه خپرولو په شرط کابل ټکی کام ته وويل، توغندي د بهرنيانو په ځانګړو ځايونو لګېدلي، ښايي ځاني زيان يې اړولی وي.
تر اوسه بهرنيو ځواکونو هغوی ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.
طالبانو د دغه بريد مسئوليت په غاړه اخيستی وياند يې ذبيح الله مجاهد ويلي، په توغنديز بريد کې “اشغالګرو” مالي او ځاني تلفات اوښتي دي.
تيره مياشت هم د بګرام هوايي ډګر څو ځلې د طالبانو تر توغنديزو بريدونو لادې راغلی و چې بهرنيو ځواکونو ته پکې تلفات رسېدلي و.
د بګرام ولسوالۍ امنيتي سرچينې پر بګرام هوايي ډګر بريدونه تاييدوي خو په وينا يې تر اوسه يې د تلفاتو په اړه معلومات نه لري.
طالبان وخت ناوخت د بګرام په ګډون د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د بهرنيانو په ميشت ځايونو او هوايي ډګرونو توغنديز بريدونه کوي چې هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوړي خو بهرنيان يې د خپلې پاليسۍ له مخې نه په ډاګه کوي.


















