د موټرو په نوي ماډلونو په راوتلو سره تاسو پوهیږئ چې یوازې ښایست لري او مالي پلوه خاوند ته ګټه نه کوي، خو جاپانیانو دا ځل داسې اختراع وکړه چې موټر په ګرځیدو سره به بجلي پیدا کوي، د یادونې وړ ده په ۲۰۱۵ م کال کې ځینو پوهانو د ټایر څخه بجلي پیدا کیدو په اړه دا نظریه ورکړي وه خو عملي میدان کې بیا جاپانیانو داسې وکړل، دغه بجلي پیدا کیدونکي ټایرونه د جاپان سومویتومو فابریکي د کینسائي پوهنتون په مرستې سره جوړ کړي دي.
دغه ټایرونو کې یوه وړه اله لګیدلي چې د ټایر په تاویدو، ځمکې او موټر وزن دغې الې ته فشار ورکوي، اله په اتومات ډول مثبت او منفي چارج جوړوي چې دغه چارج ته الیکټرو اسټیټیک الیکټرسټي وايي.
دغه بجلي چې د ټایرونو څخه لاسته راځي په اوس وخت کې کمه ده اوس یوازې د موټر کوچني بلبونه، رادیو او ټایپ چلولی شي، د سومیتومو ټایر جوړولو کمپنۍ وايي، اوس موږ یوازې یو تجربه کوله خو کامیابه شوله په اینده کې به همدې پروژي ته پرمختګ ورکړو، دوئ د دې پروژي په اړه مکمل معلومات نه دي خپاره کړي او نه يې ویلي دي چې دا ټایرونه به کله بازار ته راوځي.


















