لیکوال :شهاب لیوال
افغانستان د ټولو افغانانو مشترک کور دی، دلته هر افغان د ژوند حق لري، هغه که پښتون ، تاجک ، ازبیک او یا هم د نورو اقوامو نه دوي.
افغانان لکه څنګه چې مشترک هیواد لري «افغانستان» همداشان مشترک دین هم لري چې هغه د « اسلام »مبارک دین دی .
اسلام ټول مسلمانان یوالي ،اتحاد، ورورولي او په خپلو کې ښه چلند ته بللي، لکه څنګه چې الله تعالی په خپل کلام کې داسې فرمایې :
وَاعتَصِموا بِحَبلِ اللَّهِ جَميعًا وَلا تَفَرَّقوا ۚ وَاذكُروا نِعمَتَ اللَّهِ عَلَيكُم إِذ كُنتُم أَعداءً فَأَلَّفَ بَينَ قُلوبِكُم فَأَصبَحتُم بِنِعمَتِهِ إِخوانًا وَكُنتُم عَلىٰ شَفا حُفرَةٍ مِنَ النّارِ فَأَنقَذَكُم مِنها ۗ كَذٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُم آياتِهِ لَعَلَّكُم تَهتَدونَ. سورة آل عمران، ۱۰۳ ایت
او ټول د الله ج په رسۍ( قرآن او اسلام، او هم د اتفاق او اتحاد هر ډول ممکنه وسیله) پوري خپلي منګولي ټینګې کړئ، او مه سره بېلېږئ، او د الله ج هغه لوی او عظیم نعمت در په زړه کړئ، چي څنګه یو د بل دښمنان واست، او ده ذات ستاسي په زړونو کي مینه او محبت ایجاد کړله، او تاسي د ده ذات د فضل په برکت یو د بل وروڼه جوړ سواست، او واست تاسي د اور پر سمڅه، او الله ج تاسي ته د هغه څخه نجات درکړ، په دې ډول الله تعالی خپل آیتونه( نښانې) پر تاسي ښکاروي، شاید چي هدایت و مومئ.
او همدا شان تل ټینګار لري چې مسلمه امت د یو بدن په څیر ده ،که په بدن کې یوه عضوه بیماره شي، ټول بدن ورسره درد کوي ،همدا شان که یو مسلمان ستونځه ولري د سیمې مسلمانان مکلفیت لري چې د هغه پوښتنه وکړي .
زمونږ هیواد اشغال دی، دلته د نړۍ له هر کونجه مشترک دښمن یرغل راوړی، دلته یې هغه ظلمونه سرته رسولي چې که چنګیزیان ژوندي هم وای نن به یې د دوی په ظلمونو غږ اوچت کړی وای ،خو عسکره ته ولې غلی یې !ته ولې څه نه وایې ،آیا ستا افغانیت او هغه اسلامیت چې ته یې ادعا کوې ،ستا مړ ضمیر نه ویښوي؟
د هیواد په اشغال کې دې ورسره مرسته وکړه ،ددې په بهانه چې معاش اخلې ،اته یا نهه سره کورنۍ مسؤلیت په غاړه لرې ،ټولو ستا خبره ومنله ستا په ناروا کړنې یې خوله چوپه کړه هیڅ یې ونه ویل ،خو د افغانانو قتل عام بیا د زغملو وړ نه دی !
ګوره عسکر جانه نن چې امریکا د ماتې په درشل کې ولاړه ده او تیښته کوي ،امریکا ضرور له دې هیواده ځي ،تاخو یې مذاکرات ولیدل چې تر اتمه پړاوه ورسیدل ،نن یې په غیر رسمي توګه د طالبانو پر ضد عملیات هم ودرول ،خو ته لا لګیایې د امریکا د لاسپوڅي نظام په امر خپل مضلوم هیوادوال په شهادت رسوې ،نه اختر ګورې نه د واده مراسم ،او نه هم د جنازې ګنه ګونې ته نظر کوې له یو مخې بمبارد ،شپنۍ چاپې او ناتاره ډزو باندې مظلومان وژنې .
ته ولې دومره ظالم یې ،ډالر دومره خاوږه دي چې خپل هیواد،دین او هیوادوال دې پرې خرڅ کړل ،عسکره ویښ شه لا وخت شته د څو ډالرو په بدل کې خپل بچیان ،کورنی او هیوادوال د غم په ټغر مه کښینوه .
عسکره یا څنګه چې ادعا د افغانیت او اسلامیت لرې خپل د ټوپک شپیلی د اشغالګرو په ټټرو سړه کړه او یا له دې ذلالت او لجاجت نه لاس په سر شه .
عسکره دا هیواد یواځې د طالب او ملا نه ده ،دا هیواد دټولو افغانانو کور ده ،که ته نن د اشغال ملاټړی یې سبا به د همدې ملت په محکمه کې ټیټ سر ولاړ وې،لا وخت شته که لږ ضمیر او وجدان درکې پاتې وي زما دا مفته او وړیا مشوره ومنه له غلامۍ نه لاس په سر شه د دې ناوړې دنیاګۍ لپاره خپله آخرت مه تباه کوه د افغانانو بچیان ،ښځې ،میندې د واشنګتن او پاریس لپاره مه ژړوه .


















