دوشنبه, مې 4, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

kabull نشرونکی: kabull
سپتمبر 10, 2015
کټګوریانې: غير مصنف
0
د افغانستان نوې الکټرونیکي تذکرې

د افغانستان نوې الکټرونیکي تذکرې

7
ځلې شریک شوی
92
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

زمونږ هويت

اسلاميت او افغانيت

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

کابل ټکی کام ۱۹وږی/۱۳۹۴

لیکنه: محمد الیاس فاتح

په مستعمره اسلامي هېوادنوکې نړيوال سيکولرستي اوکفري سازمانونه په ځانګړي ډول امریکه او متحدين يې د خپلو ښکېلاکي موخو په بنياد داسې اهداف پر مخ بيايي چې د اسلامي هېوادونو خلک له خپل دين او قوميت سره نا اشنا اوبېګانه کړي، او له ژوند سره يې د اسلام او وطن ټولې اړيکې پرېکړې.

د خپل کرغېړن هدف لپاره يې چې په کومو هېوادونوکې د تبعيت پاڼو په محتوی کې يوازې د دين او ملت په کلمو ستونزې او بحرانونه رامنځته کړي يو هم افغانستان دی.

د افغانستان د ټولو قومونو مشترک هويت، اسلاميت او افغانيت دی او هر بچی يې پرې وياړي.

تقريبا څلور لسيزې زمونږ خارجي دښمنانو، روس، امريکا، انګرېز، هند، پاکستان، ايران، ترکمنستان، ازبکستان … پرلپسې هڅې کړي او کوي يې چې د افغانانو ملي هويت (اسلاميت – افغانيت ) ختم کړي ،ځکه چې زمونږ مادي او معنوي شتمني، زمونږ وياړونه او ارزښتونه … په همدې کې نغښتي دي….

خو غيورو افغانانو د خپل ملي او اسلامي هويت د بقا لپاره ورسره درنه جګړه ترسره کړه او د خپلو وينو په قېمت يې ورڅخه دفاع وکړه.

او د پرديو د واک، تمدن او غلامۍ ټېکه دارانو کرغېړنې څېرې يې رسوا او د افغاني تاريخ غداران يې وبلل.

له پېژندپاڼو د اسلاميت او افغانيت ويستلوڅخه د دښمن موخې:

۱): دښمن خپل هدف ته چې افغانستان تجزيه او قومونه يې وويشي، د ځان رسولو اسانه لار همدا بولي، چې د افغانستان د پېژندپاڼو نه د اسلام او افغان خانې وباسي.

۲): افغان ولس د هر يرغل پر وړاندې د (افغان) په نوم را پورته شوی، مقاومت يې کړی او دښمن يې په ګونډو کړی چې د دغه ولس د بريا راز په دوه ټکو کې دی چې يو يې اسلاميت او بل يې افغانيت دی نو ځکه دا وياړمن هويت ور څخه اخيستل دښمن د خپلې بايللې جګړې بری بولي.

۳): په افغانستان کې چې کوم خلک له اسلام څخه مسيحيت يا بل دين ته اوړي، په راتلونکي کې يې پېژندپاڼو کې ستونزه جوړېږي؛ نو ځکه دغه خانه له تذکرې څخه ورته لرې کول اړين دي.

۴): افغان ولس يو بدن دی، اسلاميت او افغانيت يې روح دی، ترڅو چې دا روح ترې ونه ويستل شي کفري نړۍ خپل ځان ته ورڅخه تلپاتې خطرونه محسوسوي.

۵): د اوسني پیر په اصطلاح کې، افغان هغه چاته ويل کیږي چې ننګيالی، ميړنی، تورزن، مېلمه پال… وي چې په همدې ښيګڼو يې اسلام هم ګېڼه کوي، خو کفر يې د زغم وړ نه بولي.

۶): افغان کلمه د افغانستان د ټولو خلکو ملي نوم دی چې د اسيا د زړه حيثيت يې خپل کړی، نو ځکه دښمن غواړي چې د تل لپاره يې بې نومه او بې حيثيته کړي.

۷): افغانيت او اسلاميت د افغاني ټولنې ملي وحدت، ځمکني بشپړتيا ملي خپلواکۍ، ملي هويت او د دې غيور ملت کلک سنګر دی، د ماتې خوړلي دښمنانو اولادې يې د دې سنګر نړولو پرته د خپل ځان حاکميت ناشونی ګڼي.

۸): دښمن غواړي افغان او اسلام کلمې نن له تذکرو، سبا د ملي لوټونو وباسي او بله ورځ به هېواد په سمتونو تقسيم کړي چې د تل لپاره به يې هر فرد بې دينه او غلام پاتې شي.

۹): نړيوال يرغلګر غواړي له قهرمانانو افغانانو هغه هويت (اسلاميت – افغانيت ) واخلي چې د هغه د غرور له برکته يې پرنګيانو، شورويانو، انګريزانو او امريکايانو، بلکې د ګردې نړۍ د ښکرورو غرور يې ورمات کړی.

۱۰): په داسې حال کې چې په يرغلګرو او مزدورانو يې د طالبانو حملو او فتحو سخت زور اخيستی او وخت په وخت د ولسواليو او ولايتي کليدي او مهمو سيمو خبرونه خپرېږي، ښکيلاکګر اوس هڅه کوي چې پر خپلې ماتې پرده واچوي او د افغانانو او نړيوالو پام بل لورته واړوي او له دې لارې له افغان مجاهد ولس څخه انتقام واخلي.

۱۱): دښمنان غواړي چې، افغانانو د کوم مشترک نوم او هويت لپاره قرباني ورکړې او هغو مشترکو افتخاراتو باندې چې پنځه زره کلن تاريخ يې پرې رنګين دی له خاورو سره خاورې کړي.

په پای کې دښمنانو او دوه سري معاملګر رژيم ته وايم:

تاسو چې د خپلو پليتو هدفونو لپاره په افغان ولس کوم ډول کرغېړنې اوشيطاني کړنې ترسره کړې، خو دا ولس بايد وپيژنی او دا هم ومنی چې ستاسو پر وړاندې د طالب روانه جګړه د همدغه ولس د مقاومت نوم دی او د ستاسو وروستی ناولې دسيسه چې د افغان ولس د پاشلو بدمرغه هڅه ده، افغان مجاهد ولس به د سر او مال په قېمت ور څخه دفاع کوي او خپل اسلاميت او افغانيت به د تل لپاره ژوندی ساتي.انشاءالله

مخکینې مطلب

د هیواد روستي حالات او د رسنیو بې انصافي

بل مطلب

طالب وسله والو د پروان په بګرام هوایي اډه توغندیز برید کړی

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د عراق پارلمان: د امریکايي ځواکونو حضور دې پای ته ورسېږي

نشرونکی: احسان تکل
مې 4, 2026
0

د اماراتو الفجیره ته نږدې پر یوې تېلو وړونکې بېړۍ برید شوی

نشرونکی: ح جلال
مې 4, 2026
0

عبدالملک حوثي اسلامي امت ته: د امریکا او اسرائیلو پر وړاندې یو دریځ خپل کړئ

نشرونکی: احسان تکل
مې 4, 2026
0

ټرمپ د هرمز تنګي کې د بندو بېړیو د ایستلو لپاره نوی عملیات اعلان کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 4, 2026
0

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د عراق پارلمان: د امریکايي ځواکونو حضور دې پای ته ورسېږي

د اماراتو الفجیره ته نږدې پر یوې تېلو وړونکې بېړۍ برید شوی

عبدالملک حوثي اسلامي امت ته: د امریکا او اسرائیلو پر وړاندې یو دریځ خپل کړئ

ټرمپ د هرمز تنګي کې د بندو بېړیو د ایستلو لپاره نوی عملیات اعلان کړل

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com