مرکيال : فاتح
کابل ټکی کام : مطمئن صاحب! مننه چې وخت مو راکړ.
مطمئن: له تاسې هم مننه، چې مرکې ته راغلئ.
کابل ټکی کام: مطمئن صاحب! په روانه میاشت کې د سولې اړوند دوه ناستې وشوې؛ چې یوه اسلام اباد او بله یې کابل کې وه؛ خو د جګړې یو مهم لوری« طالبان» په دواړو ناستو کې نه وو. ایا داسې ناستې د سولې لپاره اغېزمنې ثابتیدلی شي؟
مطمئن: له بده مرغه د بُن په کنفرانس کې هم همدغه مهم لوری« طالبان» له پامه وغورځول شول او اوس هم د سولې په خبرو کې طالبان له پامه غورځول کېږي او دغه مهم لوری په قصدي توګه د سولې په خبرو کې هیرېږي. دوی دغه سهوه بیا تکراروي، چې لامل به یې د جګړې اوږدېدل وي.دوی په دواړو غونډو کې ژمنه کړې وه، چې د سولې په نقشه به کار کېږي. په دواړو غونډو کې د ګډون کوونکو له ویناوو داسې ښکاري، چې دوی سوله نه، بلکې د جګړې د اوږدولو پر پلان کار کوي. داسې غونډې یوازې د ملت د غولولو لپاره دي، نه د سولې د راوستو لپاره، ترڅو چې طالبان د سولې په خبرو کې مخامخ ونډه وانخلي او هغوی ګډون ونه کړي، داسې ناستې د وخت ضایع کېدل دي، ځکه دواړو ناستو داسې ښکاره لاسته راوړنه نه درلوده.
کابل ټکی کام: ایا افغان دولت د سولې کولو اختیار لري؟
مطمئن: زما د معلوماتو له مخې په ارګ کې چې څوک مقرریږي، هغه باید د کوم سفارت ریکامنډېشن ولري. سفیران هم باید د کوم هېواد او یا ډلې سره په اړیکه کې وي. وزیران خو موږ ګورو، چې زیات یې بهرني تابیعتونه لري. د اوسنۍ کابینې غړي او یا مخکې چې ځینې رد شول یوازینی علت یې د بهرني هېواد تابیعت و.
سوله یوه مهمه پروسه ده او امریکا ځکه مهمه ده، چې پر افغانستان یې حمله کړې او دلته یې نظام ړنګ کړی. افغان دولت د سولې په برخه کې ډېر خپلواک نه دی، تر څو چې د نورو هېوادونو همغږي ورسره نه وي.
کابل ټکی کام: پاکستان ته د یوه معامله ګر او د شک په سترګه ورته کتل کېږي، د سولې په برخه کې څومره رول لوبولی شي؟
مطمئن: پاکستان مخکې هم ورته لوبه کړې وه او د روسانو سره یې د افغان مجاهدینو په استازیتوب خبرې وکړې. هلته هم کټ مټ لکه د تېرو ناستو په شان خبرې وشوې، ولې موږ تراوسه په جګړه کې اخته یو. پاکستان غواړي د طالبانو په سر د افغان دولت، امریکا او برتانیه نه امتیازات تر لاسه کړي. پاکستان امریکا ته ډېرې ګټې رسولي او اوس یې هم ورسوي او پاکستان اوس هم د امریکا په چوپړ کې دی. له بل لوري افغان دولت هم امریکا پلوی حکومت دی، نو امریکا چې پاکستان او افغان دولت ته څه وايي، هماغه به پلي کوي. زما له انده، پاکستان دا ځل غواړي د سولې په پلمه د ډیورنډ کرښه رسمي کړي، چې په دې کار سره به موږ یوې بلې ولسي جګړې ته ننوزو.که د پاکستان غوښتنې امریکا، افغان دولت او یا هم طالبان ومني، نو دغه غوښتنې به افغان ملت ته د منلو نه وي، چې پایلې به یې ډېرې خطرناکې وي.
کابل ټکی کام: د سولې په دواړو ناستو کې د پاکستان استازي سرتاج عزیز وویل، چې طالبان باید ونه وژل شي او نه یې پرضد عملیات وشي؛ خو د افغان دولت استازي حکمت خلیل کرزي د طالبانو د وژلو ګواښ وکړ. په داسې ضد او نقیض حالاتو کې د سولې د راتلو څومره امکان شته؟
مطمئن: پاکستان په دې پوهېږي، چې دوی په طالبانو نفوذ نه لري. څنګه چې افغان دولت فکر کوي، چې پاکستان په طالبانو نفوذ او کنټرول لري او په لوی لاس طالبان پاکستان ته منسوبوي او د جګړې یو لوری یې ثابتوي. پاکستاني سیاستوال له ډېر مهارت څخه کار اخلي. همدا یې هم مهارت دی، چې په طالبانو دې بریدونه نه کېږي. که چېرې بریدونه ودرېږي، نو طالبان به نور هم پرمختګ وکړي او ډېرې سیمې به ترلاسه کړي. ښه داده چې منځګړی دې را میدان ته شي او دغه ستونزه دې حل کړي. د جګړې ودرول کومه منطقي او اصولي خبره نه ده.
کابل ټکی کام: افغان دولت تل طالبانو ته د تسلیمۍ وايي. ایا طالبان به تسلیم شي؟
مطمئن: غټه ستونزه همدا ده د تسلیمۍ ده. افغان دولت په اعلانونو کې هم طالبانو ته وايي، چې وسله پر ځمکه کېږدي او تسلیم دې شي. که طالبانو وسله پر ځمکه کېښوده، نو بیا د سولې ضرورت نه پیداکېږي. دا خو د وسلې زور دی، چې نن افغان دولت، ناټو او امریکا له طالبانو سره د سولې خبرې کوي. که طالبانو وسله کېښوده او تسلیمیدل، نو څوارلس کاله جګړې ته کومه اړتیا وه؟فکر نه کوم، چې طالبان دې یا وسله پر ځمکه کېږدي او یا دې تسلیم شي او یا دې هم په اوسني ګډ حکومت کې ونډه واخلي. طالبان داسې نظام غواړي، چې ټول افغانان پکې وي او یو اسلامي نظام وي، نه د اوسني نظام غوندې.
کابل ټکی کام: مطمئن صاحب! پاکستان د سولې په برخه کې د طالبانو استازیتوب کوي، که د خپل لوري؟
مطمئن: که چېرې د سولې په برخه کې پاکستان د طالبانو استازیتوب کولی، نو طالبانو به په یو نه یو ډول د پاکستان خبرې تایید کړی وای، خو طالبانو تل داسې خبرې رد کړي دي. پاکستان د سولې د پروسې د پیل سره سم، غواړي له افغان دولت څخه امتیازات واخلي. پاکستان غواړي له داسې موقعو څخه ګټه واخلي او خپل اقتصاد پر پښو ودروي. د لاهور ښار یې اوس د اروپایي ښارونو په شان برابر کړی او له دې لارې غواړي خپل نور ښارونه هم ورغوي.
کابل ټکی کام: که چېرې سوله ونه شي او جګړه اوږده شي، فکر نه کوئ، چې د اوسنۍ جګړې ثمره به هم د تېر جهاد په څېرشي؟
مطمئن: زموږ وېره هم همدا ده، که چېرې سوله ونشي، نو جګړه به نهه کاله نوره هم وغځیږي. امریکا او ځینې نورې مغرضې کړۍ غواړي، چې دلته جګړه اوږده شي او خپلې موخې ترلاسه کړي. اوس یوازې سترګې طالبانو ته اوړي، چې دوی څنګه کولی شي، د جګړې لوری بدل کړي او د جګړې د اوږدېدو مخه ونیسي.
زه فکر کوم، که چېرې سوله ونشي، نو موږ یو ځل بیا بلې جګړې ته ورټېل وهل کېږو. مخکې خو یوازې مجاهدین وو؛ خو اوس پخواني مجاهدین، طالبان، کمونستان، داعش او نورې خواوې هم پیدا شوي او روس هم اوس پر پښو درېدلی او یو ځل بیا به د جګړې ته ډګر ته راودانګي.
کابل ټکی کام: رښتیني سوله څنګه راتلی شي؟
مطمئن: افغانان باید مخامخ سره خبرې وکړي او خپلې غوښتنې، اندېښنې او هیلې دې سره شریکې کړي. د سولې په برخه کې تر ټولو ډېره قرباني باید افغان دولت او اشرف غني ورکړي. که چېرې اشرف غني د سولې پرځای جګړه وکړي، نو خپل نوم به د تاریخ پاڼو کې ښه ونه لیکي، ځکه اشرف غني په تېر یو نیم کال کې ډېرې سیاسي معاملې وکړې او هېواد یې دغه حالت ته راوستو.
له بل لوري امریکا هم باید روانه جګړه ختمه کړي، داسې نه چې موږ یو ځل بیا په کورنۍ جګړه کې ښکېل کړي. اوباما او پیټریوس خو اوس وايي، چې افغانستان به بیا بلې جګړې ته داخلیږي او دلته به جګړه لس کاله نور هم دوام وکړي. امریکا دې پر افغان دولت فشار راوړي، ترڅو سولې ته کېني. پاکستان دې هم له زړه د افغان سولې په برخه کې همکاري وکړي. که چېرې دلته جګړه اوږده شي، نو ټولې خواوې ترې متضرره کېدای شي.
کابل ټکی کام: امریکا له یوه لوري د سولې خبرې کوي؛ خو له بل لوري نور عسکر جګړې ته رالېږي. ایا دا ددې د جګړې د اوږېدو په معنی نه ده؟
مطمئن: امریکا، برتانیه، پاکستان او افغان دولت تر اوسه سولې ته ژمن نه دي. دا ټول د جګړې اړخونه دي او ددوی ژمنتیا ډېره مهمه ده. د نویو عسکرو په راتګ جګړه لا اوږدېږي او د سولې هیلې خاورو سره خاورې کوي. د برتانوي او امریکايي عسکرو راتګ بیا جګړه غځوي او طالبان به هم خپلې جګړې ته شدت ورکړي.
کابل ټکی کام: ستاسې په نظر د سولې لپاره ښه منځګړي څوک دي؟ که هغه اشخاص وي او که هېواد؟
مطمئن: قطر او چین ښه منځګړي کېدای شي؛ خو له بل لوري بې طرفه افغانان چې هم دولت تګ راتګ وشي کړای او هم طالبانو ته دوی هم ښه منځګړي کېدای شي. موږ څه ضرورت لرو، چې پګواش یا نورې ډلې زموږ کوربه توب کوي. افغانان په خپلو کې د یوه بل په دود، کلتور او عنعاتو ښه خبر دي او د یوه بل په خبرو ښه پوهېږي. بهرنیان دې د هغه ګروپونو ملاتړ وکړي، چې سولې ته ژمن دي، نه د جګړې لوری.
کابل ټکی کام: د سولې په برخه کې افغان دولت ډېر ګرم دی، که طالبان؟
مطمئن : طالبانو یو نظام و او دغه نظام د امریکا په زور ړنګ شو. بیا یې هم طالبان په خپلو کورونو کې په کرار پرېنښودل. بندیان یې کړل، ووژل شول او په یو نه یو ډول جګړې ته مجبورشول. طالبانو هم د خپلو حقوقو، خاورې او د نظام لپاره وسله واله مبارزه پیل کړه. د سولې په برخه کې افغان دولت ډېر ګرم دی، نسبت طالبانو ته، ځکه نړیوال یې تر شاه ولاړ وو، قوت یې درلود او شته نظام یې لاس کې و. نړیوالو هم دلته یو داسې ګډحکومت جوړ کړ، چې په هر لحاظ کمزوری دی. نړیوالو باید داسې حکومت جوړ کړی وای، چې ټولو ته د منلو وړ وای.په دې برخه نړیواله ټولنه او افغان دولت ډېر ګرم دي. اوس دې طالبان دغه نوښت وکړي او واک دې لاس کې واخلي او هېواد دې بلې جګړې ته د لوېدو څخه وژغوري.
کابل ټکی کام: مطمئن صاحب! د داعش راپیداکېدل به د سولې خبرې بې اغېزې کړي؟
مطمئن: داعش تراوسه مبهمه مسله ده او په دې اړه خبرې کول به د وخت څخه مخکې خبرې وي.
کابل ټکی کام: ډېره ډېره مننه، چې وخت مو راکړ!
مطمئن: له تاسې هم مننه.


















