ليكنه : جاوید علي خېل
طالبانو بالاخره د چهارشنبې په مازدیګر د ۲۰۱۶ م کال د جنورۍ په شلمه هغه کار ترسره کړ چې باید د ۲۰۰۳ میلادي کال په جنورۍ کې د طلوع نیوز د تاسیس په وخت یي ترسره کړی وای او هغه ځکه چې نن سبا د تقابل او جګړې په ډګرونو کې تر ټولو اغیزناکه وسیله تبلیغاتي وسائل بلل کیږي،چې د مقابل لوري په زړه ، اعصابو او ارادي ځواک ګوزارونه کوي. همدې اهمیت ته یې په پام سره کله چې امریکایانو څوارلس کاله پخوا په افغانستان برید پیلاوو نو زما په یاد دي چې په لومړني ګوزار یي د کابل د راډیو مرکزي سټیشن او د کابل ښار په اطرافو کې د رادیو فریکونسي لیږدونکې دستګاوې او آنتنونه په کروز میزایلو وویشتل او له فعالیته یي وغورځول،خو طالبانو طلوع نیوز ته چې د امریکایي یهودي مرډاک د نړیوالې میډیایي امپراطورۍ افغاني شاخ دی چې دلته دموبي ګروپ تر نامه لاندې فعالیت کوي او دامریکایي شل بعدیز یرغل ټینګه پشتوانه بلل کیږي طالبانو ورته پوره څوارلس کاله صبر وکړ، تردې چې د یهودي مرډاک افغاني زامنو بالاخره پښې دومره اوږدې کړې چې یو مخ یي د اخلاقو له بړستنې وایستې او په سپینو طالبانو یي د زنا تورونه ولګول نو ځکه خو د طالب جان د صبر کاسه هم لبریزه شوه، ایماني غیرت او افغاني حیاء یي په غورځنګ راغله د خپلو کندز یو پاک لمنو خویندو په ننګ یي د بارودو کمربند تر ملا کړ او دالله اکبر په ویلو سره یي خپل ځان فدا اوپه سپینه ورځ یي د طلوع نیوز په شیطاني او فساد پلورو کارکوونکو د ځمکې مخ سره تبۍ کړ.
په دې لیکنه کې به د طلوع نیوز او نورو شیطاني شبکو په تیر څوارلس کلن منفي کردار ډیر نه ګړیږم ځکه زما په نسبت تاسو ته بهتر معلوم دی،چې دې شیطاني شبکو د بیان د بي خرته ازادۍ نه په استفاده او امریکایي ډالرو کې په لامبو وهلو سره زموږ دیني اقدارو، افغاني فرهنګ، فکري جوړښت، ملي یووالي، ملي ترمینالوژي، درنښت، حیثیت او معنوي شتمنیو ته څومره درانه او نه جبرانیدونکي زیانونه اړولي دي.
دا خو به تاسو هم راسره منئ چې د طلوع غوندې شیطاني شبکو زموږ هغه ټولنه چې له تیرو څوارلس سوه کلونو څخه په اسلامي او افغاني درنښت سنباله راپاته وه، او په وروستیو کې د طالبانو د اسلامي نظام لخوا یو ځل بیا په اسلامي پرده، حجاب، اخلاقو او درنښت باندې مزینه شوې وه، مګر دغو شیطاني شبکو په څو کلونو کې دغه ټول څه تالاترغه کړل، ځوانان یي بیلارې کړل، پیغلې یې سراېله کړې، کورني جنجالونه یي وپارول، بي حجابۍ او اختلاط ته یي پراخ کمپاینونه وکړل، د ډمتوب د ترویج لپاره یي د ستاره افغان غوندې پروګرامونه وچلول، یوځل یي افغانان د تولسي په مستهجن سریال سربداله او په هندي کلتور او مذهبي افکارو ولړل او بیا یي ورته د لوڅو اروپایي او امریکایي فلمونو د دوبلاژ لپاره د کابورا پروډکشن جوړ او ټولنې ته یي پراخ زیانونه ورسول.
په دې لیکنه کې زه د طلوع په اسلام دښمنیو او د افغانیت په تخریب تفصیلي بحث نه کوم د طلوع د ظلم ، تجاوز او تخریب داستان دومره اوږد او دنباله دار دی چې ښایي د وادی ګرګها سریال هم په اوږدوالي کې پسې ونه رسیږي، دوی داسې مؤمن زړه نه دی پرې ایښی چې اغزی یي نه وي وروړی، دوی د هر مؤمن او درانه افغان سپکاوی او شخصیتي ترور کړی دی، د طلوع د جنایاتو ټوله کیسه به بل وخت راوسپړو، زه خبر شوم چې په کابل کې نننی برید د طلوع په هغه برخه شوی چې بهرني فلمونه ورته ژباړي، د دې خبر په اوریدو زه لا خوښ شوم ځکه چې طالبانو په ډیر دقت سره تر ټولو مضر ځای په نښه کړی او د مار په تر ټولو زهرجنه برخه یي ګوزار کړی، ولله الحمد
کابورا پروډکشن د موبي ګروپ هغه اداره ده چې د بهرنیو فلمونو د دوبلاژ یعني ترجمه کولو او پښتو فارسي ته اړولو مسؤلیت لري، دغه اداره چې د موبي ګروپ ټولو اړونده غږیزو او صوتي رسنیو لکه طلوع نیوز، لمر، ارمان ایف ام او اراکوزیا ته خپرونې اماده کوي، دغه اداره د امریکایي رسنیزو شیطانانو په فرمان د نړۍ تر ټولو مستهجن فلمونه هغه چې د مسلمانانو د ګمراهۍ لپاره په ډیر مهارت طرح شوي وي، دوی یي له نورو ژبو په ډیر دقت را انتخابوي، ژباړي او بیا یې افغانانو ته په پښتو او فارسي کې وړاندې کوي.
دا چې په فلمونو کې ځوانان، ښځې، سپین ږیري، ماشومان او د هر عمر کرکټران وي، چې باید ژباړه یي هم په هماغسې غږ او کیفیت ورسره وشي نو ځکه په دې اداره کې هم د هر عمر ښځې او نارینه په دنده مشغول دي.
د تیلویزونو لپاره د فلمونو د ترجمې د دغې ادارې شیطاني اهداف خورا ډیر دي خو کوم چې په څرګنده معلومیږي په لاندې ډول یي شمیرلی شو.
ــ په عموم کې د هر ډول دیني ارزښتونو بې اهمیته ښودل او د هغو لپاره د رانګ نمبر یا غلطه شمیره اصطلاح کارول.
ــ د نجونو او هلکانو ترمنځ د روابطو عادي کول او زیاتول.
ــ د بیلابیلو نامشروعو کارونو عادي ښودل او ټولنه ورته تلقینول مثلا ښځو ته دا مسئله تلقینول چې له ازدواج مخکې حامله کیدل کوم نادره او بده خبره نه ده.
ــ د هغو څيرو او قشرونو د شخصیت ترور، داغمن کول او سپک انځورول چې دین ته تعهد لري یا درنښت او په درنو دودونو باور لري.
ــ د پردیو متاهلو ښځو او نارینه و ترمنځ د اړیکو او معاشقې دودول، په کارځای، سفر او هرډول ماحول کې دوی ته د معاشقې چلونه ښودل او دا ورته تلقینول چې کافر کیدل، د یو شي حرام بلل یا کوم زوی حرامي بلل دا هسې هوایي خبرې دي او کوم مفهوم او اعتبار نلري نو ځکه باید ورباندې باک ونه شي.
ــ په اسلامي ارزښتونو او فقهي احکامو په بیلابیلو اشکالو صریحي یا کنایي پوزخند وهل، مسخرې ورباندې کول او داسې ښودل چې اسلام د یونیم زر کاله پخوا زمانې دین دی چې په اوس وخت کې د چلښت وړ نه دی. العیاذ بالله
ــ په خاص ډول په روحانیونو، مذهبي اشخاصو، مذهبي شعارونو او هر هغه څه چې له دین سره تړاو لري په هغو ریشخند وهل او بې ارزښته وروسته پاتې یي ښودل.
ــ د حرامو الکولي مشروباتو د څښاک لپاره تبلیغ او هغه عادي څښاک بلل.
ــ د بي ستري، عریاني او شهوت ګرایي لپاره تبلیغ کول او دا د ژوند علیا مقصد بلل په دې سربیره د شرکي او الحادي مفکورو تبلیغ او خلک له دین څخه پردي کول د دې شبکې د فلمي خپرونو ستر مقاصد دي چې لوړ اهداف په ډیر مهارت او هنر سره په خپلو فلمي خپرونو کې تعقیبوي او مسلمان ځوان نسل په ډیره ځیرکۍ په داسې حال کې چې په ځان خبر هم نه وي د ګمراهۍ په لار یي برابروي.
د طلوع د فلمونواو سریالونو برخه ځکه ډیره خطرناکه ده چې پوهان په دې اند دي چې په رسنیو کې تر ټوله مؤثره رسنۍ تصویري رسنۍ دي چې په یوه وار د انسان ټول حواس، عقل، غوږنه، سترګې او ظاهري حواس مشغولوي او په تصویري خپرونو کې بیا هغه ډیر مؤثر دي چې هنري خوند ولري او په انسان عاطفي یا شهواني اغیز ولري چې په دې ډول انسان په اتومات شکل اغیزمن کوي او په خپلو جادويي خپرونو یي ورسره لاهو کوي.
همدا لامل چې زموږ د دین او کلتور غله بهرنیان د فلمي سریالونو خپرولو ته خورا ډیره توجه لري، د همدې لپاره یي د کابورا پرودکشن غوندې لویې لویې ادارې جوړې کړي دي تر څو د دې اولس عقل او فکر ورباندې تسخیر او ماغزه یي ورباندې ومینځي.
ان شاءالله چې نننی برید به زمو د فکر او فرهنګ د دښمنانو دماغ لږ ځای ته راولي او په خپلو سرکشه کړنو به له سره غور وکړي.
——– پورتنی لیکنه د لیکوال خپل نظر دی د ادارې موافقت ورسره شرط ندی ———–


















