(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۴، يکشنبه)
د راپورونو له مخې، د کندهار ولايت په ډنډ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر زغره وال ټانګ ماین چاودنه شوې چې له کبله يې عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي سرچينې وايي، دغه چاودنه تيره شپه د یادې ولسوالۍ مربوط د سرګز په سیمه کې ترسره شوې ده.
بهرنيو ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې د چاودنې د تاييد تر څنګ د یوه پوځي ټپي کيدل منلي دي.
په جنوب کې د نړیوالو ځواکونو ویاند میجر ټامس وايي، ماین د سړک پر غاړه ځای پر ځای شوی وو چې د هوايي ډګر د امنیت ساتلو پر سرتیرو شوی.
خو د پيښې ځای ته نږدې امنيتي سرچينې وايي، په چاودنه کې د بهرنيو ځواکونو ټانګ په مکمله توګه ويجاړ شوی چې په ترڅ کې يې په ټانګ موجودو ټولو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار چارواکي هم په یاده سيمه کې پر بهرنيانو د ماين چاودنه تاييدوي خو پکې د اوښتو تلفاتو په اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کوي.
طالبانو د بريد مسؤوليت منلی وياند يې قاري يوسف احمدي په خپله ټويټر پاڼه ليکي، په یاده چاودنه کې ټانګ په بشپړه توګه ويجاړ او پکې ناست ټول عسکر وژل شوي دي.
ښاغلی احمدي زياتوي: ” د کندهارډنډولسوالۍ اړوند دمیدان هوایي لوېدیځ لوري ته د سرګز په سیمه کې تیره شپه د اشغالګرو امریکایانو یو زغروال ټانګ د ماین په قوي چاودنه کې په بشپړه توګه وجاړشو او سپاره اشغالګر عسکر ټول پکې ووژل شول”.
په افغانستان کې وخت ناوخت د طالبانو په بريدونو، چاودنو او توغنديزو بريدونو کې بهرنيو ځواکونو ته د سر او مال درانه زيانونه اوړي چې هغوی يې د خپلې پاليسۍ له مخې له رسنيو پټ ساتي او يا هم ورته اوښتي تلفات ډير کم ښيي.


















