کابل ټکی کام ۰۵سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د کندهار د والي ویاند رسنیو ته ویلي دي چې د دغه ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په صفري نقطه کې د یوه وسله وال ګروپ له لورې د سرحدي پولیسو پر کمیساري برید شوی دی.
دی وايي، اوسمهال د دواړو لورو تر منځ سخته نښته روانه ده.
له بلې خوا عیني شاهدانو خبر ور کړی دی چې لومړی چاودنه وشوه، او بیا ډزې پیل شوې.
د طالبانو له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې د برید مسئولیت منل شوی او ویلي یې دی چې نن ماسپښین ۱۲:۴۵بجې د بولدک ولسوالۍ اړوند سرداري نومې کنډک ته د دوی څو تنه بریدګر چې په درندو او سپکو وسلو سمبال ول؛ ننوتي دي.
خبر پاڼه کې راغلي چې د دوی بریدګرو لومړی د کنډک ساتونکي د بې صدا توپنګچو په مټ وژلي دي او بیا یې په کنډک کې دننه په مېشتو افغان ځواکونو ګوزارونه پیل کړي دي.
طالبان همدا شان وايي چې دوی ته خپلو بریدګرو د ټلیفون له لارې خبر ور کړی دی چې تر اوسه یې ۲۱تنه افغان پوځيان وژلي.
طالبان وايي، اوسمهال هم په شدت سره جګړه روانه ده.


















