د استاد محمد ياسر رحمه الله خاطره!
غورځنګ
استاد محمد ياسر رحمه الله چې د روسانو پر خلاف يې جهاد پيل کړی ؤ، کله چې امریکايانو پر افغانستان باندې يرغل وکړ نو بيا يې هم خپل جهادي بهير ته ملا وتړله، دجهاد په لاره کې يې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې او کوښښونه کړي. تقريباً د ژوند ټوله يا زياتره برخه يې د دښمن په زندانونو کې تېر کړی دی، يو وخت د کابل د ظالمې ادارې له خوا په دې تور ونيول شو چې ګواکې ته د مجاهدينو مورال ورلوړوې او په خپله اور ژبه باندې افغانان د امريکا په خلاف جهاد ته هڅوې.
لنډه دا چې په همدې بنا چې کله استاد محمد ياسر صاحب رحمه الله په رياست چل کې ؤ نو په اوله محکمه کې يې هم شل کاله قيد ورکړ او په دويمه کې يې هم شل کاله قيد ورکړ او درېيمې محکمې هم غالبًا همدا قيد او حبس ورته تائيد کړ.
دا چې له استاد ياسر رحمه الله سره به له مناقشې او مناظرې څخه د دښمن ټول کسان ډارېدل نو په همدې بنياد ياسر صاحب هم له قاضي سره د محکمې پر وخت څو خبرې وکړې، قاضي ورته وويل: چې نور هر څه وايې! وې وايه خو ما درته په دې کاغذ شل کاله قيد يا حبس ليکلی دی، د نړۍ هيڅ قوت نشي کولی چې تا زما له منګُلو خلاص کړي، (نعوذ بالله من ذالک) قاضي ورته ډېرې بې دينه خبرې وکړې.
ياسر ورته وويل: زه چې د کوم رب په امر جهاد کووم! هغه د ټولو کائناتو رب دی! نو که هغه وغواړي ما درڅخه په څو مياشتو، کالونو يا ورځو کې هم خلاصولی شي.
لنډه دا چې د ياسر صاحب لږه موده لا په پلچرخي زندان کې نه وه تېره شوې چې هلته شهيد
شهيد ملا داد الله رحمه الله يو ايټاليوي ژورنالست چې ډانيل ماسټرو جياکومو نومېده، ونيو. نو يې له امریکا څخه رسماً د درېوو کسانو د تبادلې غوښتنه وکړه چې دغه درېوو کسانو کې يو استاد محمد ياسر صاحب رحمه الله هم ؤ.
د زونداني ملګرو په خبره کله چې استاد ياسر رحمه الله پسې د زندان عمله راغله تر څو يې چې د تبادلې لپاره هغه دوه نور بنديان او ياسر صاحب رحمه الله يوسي او د ايټاليوي بندي په تبادله کې يې خوشې کړي. نو ياسر صاحب رحمه الله ته چې کوم قاضي شل کاله قيد په کاغذ باندې ليکلی ؤ؛ يو پيام يې ورته پرېښود. ورته وې ويل: تا چې کوم قيد په دې بې معنا کاغذ راته ليکلی دی، هغه شکل کاله دی، خو دا دی زه د خپل الله جل جلا له په پوره مرسته له دې ځای څخه تر لږ قيد تېرو لو وروسته وځم او خلاصېږم! نو اوس که په تا کې څومره زور وي، ما ايسار کړه!
ما درته په محکمه کې هم ويلي ؤ چې الله جل جلا له هغه د ټولې نړۍ او کائناتو رب دی، نو که وغواړي ما به له دې زندان څخه هر وخت وباسي.
کيسه تر دې راياده شوه چې يو وخت د ولسمشر غني وياند اعلاميه ورکړه چې موږ يو نظامي او سياسي قوت يو! موږ د طالبانو شرائط نشو منلی بلکې طالبان بايد زموږ شرائط ومني.
بل ځل يې بيا وويل: چې د انس حقاني خلاصون د ارګ او جمهوريت لپاره سره کرښه ده، هيڅوک نشي کولی چې انس حقاني د دوی له منګولو خلاص کړي.
دغه شان ولسمشر غني هم ويل چې د انس حقاني خلاصېدل ورته سره کرښه دي.
خو نن چې انس حقاني او دوه نور ملګري ورسره قطر ته ورسېدل، ولسمشر به څه کوي؟؟
ولسمشر به د خپلو تېرو ويناوو او د خپل وياند د تېرو خبرو په اړه څه فکر کوي؟؟
او ملت به بيا د ولسمشر راتلونکې ويناوې او وعدې څنګه ارزوي؟؟
ايا ولسمشر له دې وروسته پر يو دريځ پاتې شي؟؟
ولسمشر غني به دې وروسته بيا هم کومه موضوع د سرې کرښې په حيث ځانته وټاکي؟؟
















