کابل ټکی کام ۲۱وږی/۱۳۹۴
راپور: انصار
د هلمند ولایت نه په ترلاسه شویو راپورونو کې ویل شوي دي چې د سنګین په ولسوالۍ کې د څاروان کلا د چورلاوه ملازو سیمه کې دولت د سیمې د امن په نامه قرارګا جوړه کړې وه چې د طالبانو لخوا د جګړې د پیل کېدو په خبر، له خپلې قرارګاه تښتېدلي دي.
په راپور کې زیاته شوې چې تېر مازدیګر د یادې قرارګاه پولیسو ته خبر رسېدلی وو چې د دې قرارګاه د نیولو لپاره طالب وسله وال غواړي پراخ عملیات پیل کړي.
د قرارګاه پولیسو د موسی کلا په ولسوالۍ کې د پولیسو د وژلو په عبرت خپله قرارګاه پرې اېښې او د نا څرګند لوري مخه یې نیولې ده.
د هلمند د سنګین ولسوالۍ امنیتي چارواکو په دې اړه چې پولیس یې کوم لوري ته تښتېدلي دي څه نه دي ویلي.
راپور زیاتوي چې د یادې قرارګاه څخه د پولیسو تښتېدلو وروسته طالبان په ارام زړه قرارګاه ته ورغلي او په قرارګاه کې یې ټول نظامي تجهیزات لاسته راوړي دي.
د یادونې وړ ده چې تېره میاشت طالبانو د کجکي په سیمه کې طالبانو پنځه پوستې ونیولې، ۱۶تنه پولیس یې پکې ووژل، او همدا د موسی کلا د ولسوالۍ پر سر جګړه کې په لومړی ورځ ۳۰ تنه پولیس وژل شوي.
د سنګین ولسوالۍ چورلاوه ملازو سیمې د قرار ګاه څخه پولیس د وژنو له ویرې تښتېدلي دي.


















