د پیغلوټو مستو هیلو د آثر خوږه جانانه
چې دفتحې پیلامه دې په حسین ښکلی آذان شی
د ښکیلاک د سر قاتله د باختر خوږه جانانه
د علومو سمندره ، طالب جان د مشالونو
وا د سپین دستار څښتن د زړګی سر خوږه جانانه
چې د ستورو په مدار مې، ستا ښکلا ولټوله
له سپوږمۍ څخه وې ښکلی هم له لمر خوږه جانانه
د داعش د سر قاتله چې نطفه کې دې خنثا کړل
له پامیر او هندوکشه تر سپین غر خوږه جانانه
الهامونه تغزل مې تخیل کې کرښې وکړې
خالقیاره ملکه مې ستا هنر خوږه جانانه


















