کابل ټکی کام ۰۹سلواغه/۱۳۹۴، احمد الله مهاجر
د ملي امنیت شوراء له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې نن په کابل کې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د خپل کار په دفتر کې د المان له سفیر مارکوس پوتسل سره ولیدل.
خبر پاڼه لیکي چې حنیف اتمر د المان له سفیر سره په دغه لیدنه کې د راتلونکي کنفرانس(مونیخ) چې د المان له لورې افغانستان ته د اقتصادي، امنیتي او د کډوالو پر مسئلو څيړنيز کنفرانس دى، خبرې و کړې.
خبر پاڼې همدا شان لیکلي چې په یاده کتنه کې د ملي امنیت سلاکار وویل، افغان دولت د مونیخ د امنیتي کنفرانس لپاره لازم ترتیبات نیولي، او چمتو دی تر څو په دغه غونډه کې ګډون وکړي.
اتمر همدا شان وویل چې په دغه کنفرانس کې به افغان دولت خپلې امنیتي تګلارې او لومړیتوبونه د غونډې له ګډونوالو سره شریکې کړي.
اتمر همدا شان زیاته کړه چې دوی د المان د هغو مرستو قدرداني کوي، کومې یې چې له افغانستان سره په امنیتي او اقتصادي برخو کې کړي دي، او د داسې مرستو د تداوم غوښتنه یې هم وکړه.
د المان سفیر مارکوس پوتسل هم په یاده کتنه کې وویل چې دوی به له افغانستان سره په امنیتي او اقتصادي برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ور کوي.
پوتسل همدا شان زیاته کړه چې د کډوالو د مسئلې په اړه د المان دولت هم یو شمېر اندېښنې په نظر کې لري چې را روانه اونۍ به د المان د کورنیو چارو وزیر افغانستان ته په سفر کې له افغان لوري سره پرې خبرې وکړي.
د یادولو ده چې د مونیخ امنیتي کنفرانس له ۲۵ کلونو را هیسې هر کال د فبرورې په میاشت کې د مختلفو هېوادونو د استازو په ګډون جوړیږي، او په غونډه کې د امنیتي وضیعت او سیاستونو په برخه کې خبرې اترې کوي.


















