کابل ټکی کام ۰۹ سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د بغلان ولایت څخه زمونږ همکار خبر را کوي چې تېره ورځ مازدیګر د دغه ولایت په پلخمري ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته جګړه ونښته چې دواړو لوریو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.
زمونږ همکار وايي، امنیتي ځواکونو د یادې ولسوالۍ په درې خواوو (ګوډانو، نیازالله، درقدپول) پر طالبانو بریدونه پیل کړل، خو د طالبانو له لورې ور سره کلک مقاومت وشو.
سرچینه وايي، امنیتي ځواکونو د تلفاتو په لیدلو سره سيمه پرېښوده.
زمونږ همکار زیاتوي چې په دغه جګړه کې د ۱۳ تنو عسکرو د وژل کېدو او د ۱۹ تنو د ټپي کېدو تر څنګ ۲ تنه طالبان وژل شوي، او ۴ نور ټپيان شوي دي.


















