هغه يوازې غريب الحديث نومي کتاب په (۹۰۰۰۰) نوي زره مخونو کې وليکه
او د قرآن کريم (۱۲۰) تفسيرونه او درې لکه بيته شعرونه يې په يادو ياد وو،
ليکنه : مفتي محمدالياس « فاتح »
امام ابوبکر ابن الأنباري « رحمه الله »
زوکړه يې :
د محدثينو سرخېل ، د قرآني علومو لوی مفسر، مشهور ادیب او لغت پېژاندی ، نوم يې محمد ، کنيت يې ابوبکر او لقب يې ابن الأنباري و . د قاسم زوی ، د محمد لمسی ، دبشار کړوسی ، دحسن کودی ، دبيان پرکټی او د سماعه پردی و ، چې د ۲۷۱ سپوږمیز کال د رجب په ۱۱، يا ۱۴مه نېټه د عراق د انبار ايالت ( او يا په بغداد ښار کې ) په يوه درنه علمي کورنۍ کې نړۍ ته راغی.
زده کړې يې :
ابن الأنباري ډېر کوچنی و ، چې له خپل پلار سره بغداد ته لاړ او لومړنۍ زده کړې يې له خپل عالم او مصنف پلار ابو محمد قاسم بن محمد انباری (دکوفې دسترو او اکابرو علماوو له ډلې و ) څخه شروع کړې ، ورپسې يې نور علومو او د حديثو زده کړې له بېلابېلو مسلکي استاذانو او نامتو فقهاو او محدثينو څخه ترلاسه کړې.
استاذان يې:
علامه ابن الأنباري له زياتو نحويانو ، لغت پوهانو، قاريانو ، محدثينو او مفسرينو څخه زده کړې او روايتونه وکړل ،چې دهغوی له جملې څخه ځينې په لاندې ډول دي:
- أبوه القاسم بن محمد الأنباري
- أبو العباس بن أحمد بن يحيى ثعلب
- إسماعيل بن اسحاق القاضي
- أحمد بن الهيثم البزاز
- أحمد بن سهل الأشناني
- ادريس بن عبد الكريم
- الحكيم الترمذي
- محمد بن يونس الكديمي
- محمد بن هارون التمار
- محمد بن أحمد بن النضر
- الحسن بن الحباب
- سليمان بن يحيى الضبي
- محمد بن يحيى المروزي
- أحمد بن سعيد الدمشقي
- إبراهيم بن موسى
- عبد الله بن بيان
- أحمد بن حسان
- عبد الله بن محمد بن ناجية
- بشر بن موسى
- أبو الحسن بن براء
- عبد الله بن خلف الدلال
- علي بن محمد بن أبي الشوارب
- أبو شعيب عبد الله بن الحسن الحراني
- أبو جعفر محمد بن عثمان
- محمد بن المرزبان
- أحمد بن منصور
- أحمد بن عبد الله
- خلف بن عمرو العكبري
- موسى بن علي الخنتلي
- أبو جعفر أحمد بن الحسين
- محمد بن عيسى الهاشمي
- محمد بن عبد الله
- أبو الحسن الأسدي
- أبو الحسن أحمد بن محمد بن عبد الله
- الحسن بن عليل العنزي
- أبوعبدالله المقدمي القاضي
- أبو العباس بن مروان الخطيب
- عبد الله بن عمر بن لقيط
- أبو بكر ابن دريد
تدريس يې :
تر فراغت وروسته يې د تدريس او تصنيف ډګرته را مخه کړه ، چې خورا حېرانوونکې کارنامې يې ترسره کړې. هغه به طالبانو ته د کتاب له مخ درس نه ورکاوه ، بلکې ټول کتابونه به يې له ياده درسول ، د ښوونې او تدريس اسلوب يې ډېر زړه وړونکی و، د تدريس پرمهال به د شاګردانو پروړاندې ډېر لوراند، مهربانه او خاکساره و او د خپلو نه ستړېدونکو هڅو له برکته يې اسلامي ټولنې ته له استعداده ډک پياوړي عالمان وړاندې کړل .
شاګردان يې:
دعلامه انباري له مشهورو شاګردانو څخه ځينې دا دي:
- أبو علي القالي
- أبو أحمد العسكري
- الزجّاجي
- ابن خالويه
- أبو جعفر النحاس
- أبو الفرج الأصفهاني
- المرزباني
- محمد بن العباس الخزّاز
- أبو الحسين البوّاب
- الدارقطني
- ابن المأمون
تقوی او حافظه يې :
ابن الانباري له يوه پلوه د پريمانه اخلاقو ، تقوا او پرهېزګارۍ په ګاڼه پسولل شوی او سپېڅلی انسان و، د ده په اړه علماء ليکي ، چې هېڅ جرم او ګناه يې نه وه څرګنده شوې.
له بله پلوه د ځواکمنې او حيرانونکې حافظې څښتن و ،چې سوانح ليکونکي يې د ذهانت او حافظې بې بريده ستاينې کوي.
محمدبن جعفر تميمي وايي:
له هغه څخه د ذهني علمي کچې په اړه پوښتنه وشوه ، هغه ورته داسې وويل: ماته يو دقرآن کريم (۱۲۰) تفسيرونه سره له سنده ياد دي او دا مې هم د ده په هکله اوريدلي دي ، چې ویل يې : د کتابونو ۱۳ ډک صندقونه مې په يادو ياد دي.
ابوعلي قالی رانقل کوي:
زموږ شيخ ابوبکر درې لکه بيته شعرونه ياد وو ، چې د مطلب او پېغام سرچينه يې له قرآن کريم څخه اخيستل شوې وه.
امام ذهبي يې د شعرونو د اندازې لګولو په اړه داسې وايي: له ياد شمېر اشعارو څخه پوره څلويښت غټ غټ جلدونه جوړېږي.
ابن ناصر الدين وايي:
ابوبکر د هرفن ځانته سترامام و، هغه چې څومره تصنيفات کښلي ، دايې له کتابونو څخه نقل نه دی کړی؛ بلکې يوازې يې د خپل حفظ او ياد څخه ليکلي دي.
تصنيفات يې :
علامه ابن ابناري پر تدریس او د شاګرانو پر روزنې سربېره ( له ۷۰ کتابو زيات ) په سلګونه جلده کتابونه هم وليکل او امت ته يې لويه علمي زېرمه په ميراث پرېښوده.
هغه غريب الحديث نومي کتاب په (۹۰۰۰۰) نوي زره مخونو کې وليکه ، شرح الکافي يې په ۲۰۰۰دوه زره ، الهاءآت يې ۲۰۰۰دوه زره او الجاهليات يې په ۱۶۰۰شپاړسوه مخونو کې وليکه.
دنوموړي ځينې کتابونه په لاندې ډول دي:
- عجائب علوم القرآن
- خلق الأنسان
- كتاب الأضداد
- شرح القصائد السبع الطوال الجاهليات
- إيضاح الوقف والابتداء في كتاب الله عزّ وجلّ
- شرح الألفات المبتدئات في الأسماء والأفعال
- شرح ديوان عامر بن الطفيل
- مسألة في التعجب
- الهاءات في كتاب الله
- المذكر والمؤنث
- الأمثال
- رسالة المشکل
- الزاهر
- الأمات
- الکفافي
- شرح مفضليات
- خلق الفرس
- شرح غاية المقصود في المقصور والممدود لابن دريد
- شرح خطبة عائشة أم المؤمنين في أبيها
- الرد علی من خالف مصحف عثمان
د ژوند وروستۍ شېبې يې :
د عمر په وروستيو وختونو کې چې په سختې ناروغۍ اخته و، دهغه دکمزورتيا په اړه ورڅخه پوښتنه وشوه ، ده يې په ځواب کې وويل:
په هره اونۍ (هفته ) کې لس زره پاڼې کتابونه وايم.
دقرائت ، فقه او تفسير دعلومو سترامام شاعر اوليکوال علامه ابن انباري د ۳۲۸ سپوږمیز کال د لوی اختر په مبارکه ورځ د ۵۷ کلونو په عمر په بغداد کې له دې نړۍ وکوچيد او په خپل کور کې خاورته وسپارل شو.
لوراند خدای دې پرې خپل کرم ولوروي، آمين.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سرچېنې :
- تذكرة الحفاظ ــ الذهبي
- إنباه الرواة على أنباه النحاة ــ القفطي
- وفيات الأعيان ــ ابن خلكان
- تاريخ بغداد ــ خطیب بغدادي
- طبقات الحنابله ــ ابن ابی یعلی
- الانساب ــ عبدالکریم سمعاني
- المنتظم ــ ابن جوزي
- النشر الفنّی فی القرن الرابع ــ محمد مبارک
- او بېلابېلې عربي وېب پاڼې .


















