تېره جمعه چې يوه بله کيښتۍ د يونان په ساحل کې ډوبه شوه او پکې تر ۱۱پورې اروپايي هېوادونوته تلونکې پناغوښتونکي مړه شول، د لويانو په پرتله پکې ماشومان او زيات شمېر افغانان وو.
په قاچاقي ډول چې په کومو کيښتيو کې پنا اخيستونکي وړل کېږي ، تل د کيښتۍ له توانه زيات کسان پکې ځای شوي وي . دا ډول کيښتيو کې په عادي ډول تر ۲۵ پورې کسان سفر کوي ؛ خو قاچاقچيان پکې تر ۱۵۰ پورې کسان ځای کوي ، چې په اوبو کې د توپانونو علاوه د زيات شمېر کسانو ځايول د ډوبيدو لامل ګرځي.
په تېرو پنځو کالو کې، چې د سوريې ، افغانستان او نورو هېوادونو اروپا ته تلونکې کسان د يونان په اوبو کې ډوب شوي، شمېر يې تر ۱۲۰۰ څخه زيات ښودل شوي دي ، چې د زياتو کسانو جسدونه په اوبو کې سره د يوناني پوليس ورک شوي دي.
د ۲۰۱۵ کال په وروستيو کې د افغانستان او سوريې پنا غوښتونکي د ټولې نړۍ په پرتله زيات ښودل شوی دي . يو شمېر اروپايي هېوادونو د مخه هم د پنا غوښتونکو له منلو انکار کاوه؛ خو د جرمني صدراعظمې انګېلا ميرکل به په سياسي محافلو کې او مطبوعاتي کنفرانسونو کې وويل ، چې د انساني خواخوږۍ په بنیاد بايد پناغوښتونکي و منل شي ؛ خو څه وخت ، چې جرمني ته د پنا غوښتونکيو بهير ورمات شو، د ميرکل پلویانو انديښنه وښوده، چې کيدای شي د پناغوښتونکو د زيات شمېر له امله د جرمني خلاصي دروازې نور د پناغوښتونکو پرمخ وتړل شي.
جرمني ته په زيات شمېر پناغوښتونکو له امله د محافظه کار ګوند يو مشر رسنیو ته ويلي ، چې د اتريش سره په ګډه پوله به د جرمني خاوره کې د پنا غوښتونکو لپاره موقت مرکزونه جوړ کړي ، ترڅو هغه کډوال ، چې د جرمني لخوا رد کړل شوي دي د نورو څخه يې په اسانۍ سره پېژندنه وشي او جرمني ته نوي پناغوښتونکو او يا نورو اروپايي هېوادونو ته تلونکو لپاره اسانتياوې برابرې کړل شي.
د جرمني د بايرن ايالت سياسي مشر چې د مسيحي سوسیال اتحاد ګوند مشري هم په غاړه لري ويلي يې دي ، چې بايد په ۲۰۱۶ کال کې د جرمني پاليسي د کډوالو په اړه له سره وکتل شي او يو داسې بدلون پکې راوستل شي ، چې جرمني د بایرن پناغوغوښتونکو منلو لپاره پکې زمينه برابره شي.
د مسیحي اتحاد ګوند، جرمني ته د پنا غوښتونکو په اړه وايي: شايد تريو ميليون پورې نور کډوال هم جرمني ته ورشي. د جرمني د بايرن ايالت د اتريش سره ګډه پوله کې پروت دی ، د اتريش د لارې لومړی جرمني ته د بايرن ايالت څخه داخلېږي، په جرمني کې د سوسيال ديموکرات ګوند غړی (زبګمار ګابر) وايي ، که اروپايي ټولنې د پنا اخيستونکو په اړه خپله پاليسي بيا له سره غور وکړو ، جرمني به هم په خپله پاليسۍ غور وکړي . هغه پناغوښتونکي چې اروپايي هېوادونو ته ځي ترکيه کې زيات وخت تېروي. اروپايي ټولنې ترکيې ته ۳۰۲مليارده ډالر ورکړي ترڅو د پناغوښتونکو لپاره اسانتياوې برابرې کړي.
افغان دولت ډېرې هڅې وکړې ، چې ځوانان اروپايي هېوادونوته له تلو راوګرځوي ؛ خو په هېواد کې نا امني او بې روزګاري اروپايي هېوادونوته د ځوانانو په ورتلوکې زياتوالی راولي ، چې هر وخت په مرګونو لارو کې زيات شمېر افغانان ژوند د لاسه ورکوي او دا انديښنه شته ، که اروپایي ټولنه د پناوړونکو په اړه په خپل سیاست او پاليسۍ کې بدلون راولي پنا اخيستونکوته به ستونزې زياتې شي.


















