(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۱۱، دوشنبه)
د هندوستان ټايمز ورځپاڼې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په تړاو د ټرمپ وروستيو هڅو او ويناګانو ته کتنه کړې زياتوي (ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د وتلو لپاره حتماً یو داو وهي).
هندوستان ټايمز ليکي، د امریکا ولسشمر ټرمپ په افغانستان کې وويل چې طالبانو سره يې يو ځل بيا خبرې شروع کړي زياتوي چې ټرمپ له ډيره وخته له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ايستلو په لټه کې دی.
د سرچينې په وينا، افغانستان کې د امریکا د کال ۴۵ میليارده ډالره مصرف کيږي چې ټرمپ هڅه کوي د امريکايي عسکرو په ايستلو سره دغه پيسې بچت کړي او دغه راز ډيری امریکايان هم له دغه هيواده د خپلو پوځيانو ايستل غواړي.
هندوستان ټايمز ليکي، امریکايان له افغانستانه وتل غواړي او هند هم دغه حقيقت درک کړی خو هڅه کوي د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د پاکستان د مخ پر زياتيدونکي نفوس مخه ونيسي.
د ورځپاڼې په باور، ښايي ترمپ ډېر ژر له افغانستانه خپل ځواکونه اوباسي او د افغانستان اوسنی حکومت د طالبانو ترحم ته پرېږدي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستيو کې يو ځل بيا امریکا له طالبانو سره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ايستلو پر سر خبرې روانې کړي او د سرچينو په وينا ښايي د ټرمپ له لوري ډير ژر د رسمي مذاکراتو د پيل اعلان وشي.


















