کابل ټکی کام ۲۱وږی/۱۳۹۴
راپور: انصار
طالبانو چې په هېواد کې د عزم په نامه لوی عملیات پیل کړي دي، په بغلان کې یې د مرکزي بغلان د ولسوالۍ د علي خواجه په سیمه کې د مورزک نظامي قرارګاه چاپېره څلور پوستې یې له دولتي عسکرو ونیولې.
د طالبانو خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې طالبانو د نورزک قرارګاه او خواوشاه څلورو پوستو د نیولو لپاره د عزم عملیات پیل کړل، چې په نتیجه کې د دولتي عسکرو له ناکام مقاومت وروسته طالبانو وکولای شول، چې قرارګاه او څلور پوستې له دولتي عسکرو څخه ونیسي.
په خبر پاڼه کې ویل شوي چې د قرارګاه او پوستو د نیولو پر مهال یې د دولتي عسکرو دوه لوی تعرضي بریدونه هم ناکام کړي، ۸ پولیس یې وژلي او ۱۲تنو ته یې ژوبله اړولې ده.
او طالبانو ته د دوو ټانګونو په شمول سپکې او درنې وسلې هم لاسته ورغلي دي.
















