ژوندون څۀ دی؟ د سړي په اوږو بار دی
پوره غر دی د میږي په اوږو بار دی
د قابل غوندې حیران یم څه پرې وکړم؟
مړ وجود مې د زړګي په اوږو بار دی
غوڅېدو ته یې لا څومره وارخطا دی
ته وا سر مې د لالي په اوږو بار دی
نه یې وړی شم نه یې مرګ ته پرېخودی شم
ستا ارمان د غره زخمي په اوږو بار دی
اوس د چا تصویر ته نه ژاړمه شپه کې
اوس مې مینه مجازي په اوږو بار دی
ته ښاد شوی یې که څنګه دینارخېله؟
تا ته ولې؟ شاعري په اوږو بار دی


















