د ګيدړانو اټن د زمرو په ځنګل کې

حکمت ته ده اړتيا، چې غوليدلی پوهوي سړی

پتمن او عادي ژوند ته يې چې بېرته ستنوي سړی

 

ګرانه! په مخکې يې پراته ستر ستر خنډونه دي

ګرانه ده، سړی چې پوډري يا اربکي نه جوړوی سړی

پروفيسور د شرعياتو چې ناټو سره مفتی شو

له خلقي او پرچمي به نو بيا څه ګيله لري سړی

نمرود د زمانې ته قناعت لاترې آسانه دی

په ذلت د غلامی سيکولران چې پوهوي سړی

وحشت د غلامانو له چنګيزه هم ور واووښتو

ليکل به يې  تاریخ کې ، ټول تاریخ بربادوي سړی

لاسته راوړنه يې بلي دېموکراتان واړه فحشاوې

سرې کرښې يې ګڼي چې کله سوله يادوی سړي

تله ابيب يې دی جوړ کړی له ارګه ارګ خيلانو

هره پېښه چې را سپړې، له ډېره غمه خندوي سړی

پاتې دلته پلانونه د چپيانو هم نيمګړي شول

ظالم دې ياد لري، د الله قهر بې خبره ګيروی سړی

خوند خو د طالب غوندې ميدان ته وردانګل کوي

نه يوازې دا چې په بحثو مظاهرو کې يې غندي سړی

نامرده غلامان کړي غورځنګونه ولسو باندې

ښه ستراتيژی، چې تر باداره ګوډاګی مخته کوي سړی

هله به زړګی د مظلومانو سوړ په ګوډاګيانو شي

غنی هم د نجيب په څېر چې دار ته خېژوي سړی

 

(انوره!)  چې لا نه کړي اقتدا څوک په بابا پسې

په شانته د تور سرو دې په کور کې کينوي سړی