تبصره : ارچیوال
د کابل ښاریان وايي، د برېښنا نشتوالي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. د کابل د بېلابېلو امنیتي حوزو اوسېدونکي وايي، په ۲۴ساعتونو کې دوه ساعته برېښنا هم نه لري او زیات وخت د شپې ناوخته راځي، چې په درد یې نه دوا کېږي.
د پنځمې امنیتي حوزې اوسېدونکي وايي، کابل ته له ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان او د کابل د سروبي او نغلو برېښنا هم کابل ښار ته راغلې؛ خو دوی بیا هم برېښنا نه لري.
د خوشحال خان مېنې یو اوسېدونکي نصرالله کابل ټکي کام ته وویل، له تېرې اوونۍ راهیسې برېښنا نه لري او خپل ګرځنده ټېلفون هم په پیسو چارجوي. د نوموړي په خبره، دلته د زور واکو ۲۴ساعته برېښنا وي؛ خو غریب ته په اوونۍ یو ساعت هم نه رسېږي.
د پلازمېنې کابل په مهمو ځایونو کې شهرنو، وزیراکبرخان مېنه، دارالامان او نورو سیمو کې هم نن سهار برېښنا پرې شوې ده.
د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي وايي، د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ اړوند د ډنډ شهاب په سیمه کې د برېښنا درې پايې د چاودېدونکو توکو په وسیله غورځیدلي او که چېرې یې امنیت برابرشي په اته ساعته کې جوړیږي.
د توحیدي په خبره، که د برېښنا یادې پايې ونه رغول شي، نو کابل کې د برېښنا د نشتوالي ستونزه به پرځای پاتې وي.
د نوموړي په خبره«د كابل ښاريانو ته اوس د برېښنا د لېږد پروسه داسې ده چې تاجكستان نه مو اتيا ميګا واټه برېښنا واخيسته، د شپې لخوا ۸۵ ميګا واټه برېښنا حرارتي توليدوو، شپه كې ۵۰ يا ۵۵ زره ليټره تېل مصرفېږي، د ماهيپر نه ۵۰ ميګا واټه برېښنا د بارانونو د زياتوالي له كبله كابل ته را انتقالوو، كه وخت راكول شي، امنيت ټينګ شي اته ساعته كې د برېښنا لويدلې پايه جوړولى شو.»
له بل لوري د بغلان ولایت امنیتي چارواکي وايي، تراوسه په ډنډ شهاب سیمه کې عملیات روان دي او د برېښنا تخنیکي ډله نشي ورتللی، تر څو جګړه ختمه شوې نه وي.
طالبانو تېره ورځ په خپله خپره کړې اعلامیه کې د برېښنا شرکت ته ډاډ ورکړی و، که تخنیکي ډله رالېږي، نو طالبان یې د امنیت ساتلو ډاډ ورکوي، ترڅو د برېښنا پایه بېرته ورغوي.
د انرژۍ د برخې مسوولین وايي، که افغان دولت په خپلو اوبو برېښنا کوټونه جوړکړي، یو بل د پردیو له احتیاجه خلاص شي او بل یې خپلې اوبه مهارکړي وي.
د سیاسي چارو شنونکي وايي، نړیوالو په تېرو څوارلس کلونو کې د هېواد په بنسټیزو پروژو کار ونه کړ، چې کابل ته د وارداتي برېښنا یې ښه بېلګه ده.