کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۰ وږی، ۱۴۰۱ل)
افغانستان کرکټ بورډ د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام سیالیو لپاره د مالي ملاتړ کوونکي په لټه کې دی او د یادو حقوقو یا امتیاز د پلورلو په موخه د داوطلبۍ اعلان وړاندې کوي.
کرکټ بورډ وايي، ټول لېواله شرکتونه، کورنۍ او نړیوالې کمپنۍ، سوداګر، داوطلبان او پانګوال کولای شي چې د دغه امتیاز د ترلاسه کولو لپاره خپل غوښتنلیکونه د افغانستان کرکټ بورډ ادارې سره شریک کړي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ د اکتوبر په میاشت کې په اسټرالیا هېواد کې پیل چې د نوامبر میاشتې تر ۱۳ مې نېټې پورې به دوام ومومي.