پنجشنبه, اپریل 30, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

د ځوان رومي ډاکټر او نورالدین زنګي کیسه

ح جلال نشرونکی: ح جلال
فبروري 21, 2023
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
34
ځلې شریک شوی
429
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

حامد افغان

    رومي ځوان امیر نور الدین زنګي ته ورغی، اسلام یې قبول کړ او له امیر نه یې وغوښتل چې زه غواړم همدلته له مسلمانانو سره واوسم، نور الدین ورته وویل: ته څه مهارت لرې؟ ځوان ورته وویل: زه د جراحي برخه کې طبیب یعني ډاکټر یم ، نور الدین زنګي ورته وویل: ته کولی شې زموږ سره زموږ د ټپي پوځیانو برخه کې کار وکړې؟ ځوان ورته وویل: په الله مې قسم چې د همدې لپاره خو زه راغلی یم، که په دې توګه مې الله تعالی ګناهونه او د کفارو پوځیانو د علاج کولو ګناه راته وبښي، نور الدین زنګي ورته وویل: زویه! په توبه او اسلام منلو سره دا ټول ګناهونه بښل کیږي.

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

   بیا نور الدین زنګي ورته وویل: ته به درمل او د علاج وسایل ترکومه راوړې؟ هغه ورته وویل: صیب دا یوازې د روم هیواد کې پیدا کیږي، نور الدین ورته وویل: په الله قسم که دا خبره ومنم چې خپلو ټپیانو ته به د دښمن له هیواده درمل راوړم، نو رومي ځوان ته یې وویل: زموږ د پوځ یوه ډله ځوانان په ساده جامو کې درسره بوځه او له روم هیواد نه د درملو بوټي راوړه چې موږ هماغه رقم بوټي دلته برابر کړو، ځوان له خپلو ملګرو سره ولاړ، څه وخت وروسته یې هغه څه راوړل چې نور الدین زنګي ورته ښوولی وو.

    نور الدین زنګي هغه ته د ضرورت په اندازه سره زر او ځمکه ورکړه، څو کسان یې هم ورکړل او ورته ویې ویل چې د ضرورت وړ د درملو ټول بوټي وکره او وپاله او چې کله تیار شي بیا یې موږ ته راوړه. داراز نورالدین هغه ته د هغه د خپل شخصي لګښت لپاره هم ځمکه ورکړه.

   څه وخت وروسته ځوان او د هغه ملګري ټیم هغه طبي بوټي تیار کړل، نور الدین زنګي هغه ته بل ځای ورکړ چې هغه هلته د درمل جوړولو ځای برابر کړي، داراز هغه ته یې یوه ډله ځوانان هم ورکړل چې هغه د درمل جوړولو طریقې وروښیی او داراز طبي زده کړې ورکړي، چې بیا د مسلمانانو بل چا ته ضرورت پیدا نه شي او مسلمانان د طب په برخه کې خپل خلک ولري.

   څه موده وروسته ځوان رومي ډاکټر نور الدین زنګي ته ورغی او ورته ویې ویل: عالي قدر مشره! ما ځوانانو ته طبي زده کړې ورکړې، اوس په دې برخه کې ماته زیاته اړتیا نسته، نو ما ته اجازه راکړه چې د مسلمانانو لښکر تر څنګ د کفارو پر خلاف جګړه وکړم، ځکه ما ته د الله تعالی لاره کې شهـ.ـادتـ خوند راکوي. نور الدین زنګي ورته وویل: خپل وصیت دې ولیکه او پخپله حلاله روزي وسله درته واخله او د الله تعالی لاره کې ووځه.

   ځوان رومي ډاکټر په ډېرو جګړو کې د نور الدین زنګي په قومنده کې د مسلمانانو د لښکرو تر څنګ د کفارو پر خلاف سخت وجنګیدی، بل وخت نور الدین زنګي له یوې معرکې وروسته هغه د شهیدانو منځ کې وموند! په غېږ کې یې ونیو او ډېر زیات یې پرې وژړل، وروسته یې د هغه په جیب کې د هغه په لاس لیکلی وصیت پیدا کړ چې د هغه وصیت یوه برخه کې داسې لیکلي و:

   زما محترم مشره! زه پوه شوم چې تا زما نه کوم کارونه غوښتل او ما ترسره کړل؛ ستا موخه دا وه چې باید مومن پخپل کور پوره یي او د دې جوګه یي چې خپل ضرورتونه پخپله پوره کولی شي، ستا ارموخه دا وه چې مسلمانان به تر هغه وخته پخپلو پښو ونه دریږي تر څو پخپلو لاسونو ځانونو ته خواړه برابر نه کړي او داراز مسلمانان به تر هغه پخپلو پښو ونه دریږي تر څو د خپل ضرورت درمل او خپلې وسلې پخپلو لاسونو ځانونو ته جوړې او تیارې نه کړي. الله دې تا ته د خیر بدله درکړي او الله مې دې جنت کې ستا ملګرتیا په نصیب کړي. البدایة والنهایة لابن کثیر

مخکینې مطلب

اقتصادي معاونيت: د ۱۱ لويو زيربنايي پروژو نيمګړي کارونه به ژر پيل شي

بل مطلب

امریکايي قاضي: د سپټمبر د یوولسمې پېښې قربانیان د افغانستان د مرکزي بانک پیسې نه شي اخیستلای

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

وروستي

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

مزارشریف کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک د کانکریټ کولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رئیس او د برتانیې ځانګړي استازي پر امنیتي وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

اسرائيلي پوځ: په لوېدیځه غاړه او جنوبي لبنان کې درې اسرائيلي عسکر ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ټرمپ له ایران سره د اوږدمهاله محاصرې لپاره د چمتووالي لارښوونه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • له کندهاره اماراتو ته د الوچو لومړني صادرات پيل شول

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

مزارشریف کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک د کانکریټ کولو چارې پیل شوې

اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رئیس او د برتانیې ځانګړي استازي پر امنیتي وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

اسرائيلي پوځ: په لوېدیځه غاړه او جنوبي لبنان کې درې اسرائيلي عسکر ټپیان شوي

ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com