ښکلا ښایست ژوندون دې په ګلونو کې رانغښتې
.اغزی ، اغزی وصال دې دیدونو کې رانغښتی
د ستورو ښکلاګۍ دې رقیبو وریځو یووړه
د تورماښام سپوږمۍ دې حجابونو کې رانغښتې
د مینې سپین دستار دې عجیبه ښکلاګۍ کړی
مقام دې طالب جانه په علمونو کې رانغښتی
صف پاک شو خوارج او ټول باغیانو نه هیواده
کرامت دپرمخیون مو په نیتونو کې رانغښتی
پامیر تر هندوکشه او سپین غر به دا برم ساتو
غیرت مو د بابا تورو ننګونو کې رانغښتی
شاعره تخیل دې په افکارو الهام کاندی
څوکرښې خالقیاره غزلونو کې رانغښتی

















