شاعر/ نورمحمد غفوري
په هېواد کې مو چې شپه او ورځ مـاتم وي
نو به څه شوق د وصال او د صنم وي
په وطن چې اور بل شوی، دود جګـــیـږي
چې بې غمه ناست وي، کله به آدم وي
پـــــه اوږو چـې د زامـــنو جـــنـازي وړو
خود به جوړې ویالې، د سترګو نم وي
بـیســـــواده چې حـــــاکـم، عـــالم ګــدا وي
دا وضعیت به نو د چـا په فکر سم وي
چې چوکۍ په مـــیراٍثي ډول تقــسیــم شي
ای ځوانانو دا حالات چـاته د زغـم وي
چې ملـــت پـــــه اتـفــاق قـــدم وانخـــــــلي
نـو په بــرخه به یې خــود، دایـم الم وي
چې یې توان د ادارې د مــنصب نـــه وي
نــاپوهان بـه وي چې بیا ورتـه اړم وي
که (بــدلون) تــه لاس وا نه چوو مــلګــرو
(تــــداوم) به مو د ژوند تـر پایه غم وي
که مو بام پرې تکیه نه شي، ستن به څه کړو
نــــړوو يې ، کــه اول او کــه پنـځـم وي
که دا علم، صداقت معیار د سنج شي
(غفوري) به نـو له چانه کله کم وي؟

















