ليكنه / قدرت الله جمال
نن هغه ورځ ده چې اوو ويشت کاله مخکې د خلکو مجاهدت، قربانيو، پاکې او سپيڅلې مبارزې د وخت طاغوتي اشغالګر يانې پخوانی روس په ګونډو کړ، افغانستان ترې خلاص شو او له افغانستان منډه يي دومره تیزه وه چې تر څو يي شاته کتل پنځلس نور جمهوريتونه هم ترې شاته پاتې شوي وو او په مسکو کې يي په داسې حال کې شاته وکتل چې خپل مات پوځ يي سرټيتی د لينن ګراد د ماڼۍ مخې ته وليد.
دا بريا او ددې دومره ستر زور ماتول آسان نه وو منو چې بهرنۍ مرستې به وې خو هغه وخت د خلکو کلکه اراده هغه څه وه چې زړونه يي سندان کړي وو او يو نيم ميلیون وګړو ددې خاورې د ازادۍ په خاطر خپل سرونه له وطنه قربان کړل او میلیونونو نور بې کوره شول، دا جهاد په کلي کې هغې مور، هغې خور او هغه سپين ږيري وکړ چې خپل بچيان يي د وطن په خاطر د سرو لښکرو د توپونو او مرميو مخې ته سپر کړل.
هر کال دا ورځ لمانځل کیږي په افغانستان کې يي اصلي مستحق هيڅ خبر نه دي خو په کابل کې ځينې ناست د امريکې او عربو په راشنو را سپين ږيري شوي جنګ سالاران او د اوياوومې لسيزې د ناورین او اتيا زره کابلیانو د وژلو لاملين يي د ځان بولي، نن بیا هم ورته کیسه وه له سیاف تر حضرت پورې هر يوه په خپل وار سره د ځان په خاطر د امتياز غوښتنې تر څنګ د خلکو قربانۍ بیا هم د ځان کړې او د يو وار بیا امتیاز په خاطر يي پروپوزل ولیکه.
دا خبره ځکه کوم چې نن سياف او مجددي تر نورو ډير ګرم او بیا کريم خلیلی هم د طالب، سولې او ورور ولۍ پر ضد نارې وهلې سياف په ننيو خبرو کې ويلي دي چې سرې لښکرې دوی ماتې کړي، دوی وطن وساته او د بیا ساتنې په خاطر يي هم باید ونډه هیره نه شي، خو زه نه پوهیږم که وطن ساتنه په دې وي چې غصب پکې وکړه، خلک پکې و وژنه، کور او کلی پکې وران کړه، باالاخره يو بل اشغال ته زمينه سازي وکړه نو د افغانستان غيور ملت خو دا ډول جهاد نه شي کولای او د داسې جهاد له کيدو پناه غواړي.
ډير به لرې نه ځو دوه ځايه به يي ژوندي مثالونه درکړم يو په ارغندۍ او بل هم په ننګرهار کې د سياف فاميلۍ دا دوه ځايونه زرګونو نمره شوي کورونه په لکونو افغانیو پلورل شوي دي خو زه په دې هک پک يم چې سياف صيب ددې زرګونو جريبې قواله له کومه کړه او له کله ورته په میراث پاتې ده يا يي په پيسورا نيولې ځکه دی خو له يو خوار پلاره پاتې سړی وو او سوداګري يا حلاله مزدوری خو يي ځکه نه ده کړې چې د ده په خبره نهه کاله يي له روسانو سره په جهاد کې تير کړي، شل کاله يي کابل په ورانو او پنځلس کاله خو يي هم په کابل کې د امريکې تر بیرغ لاندې په مزو کې ژوند کړی دی او وریرونه او زامن يي درګرده پغمان او د پغمان د غرونو او لمنې څنډې غصبوي، وژنې کوي، سړي تښتوي، بدمعاشی کوي او په کميشونونو والیان، معينان او رئيسان ګماري.
په نوره نړۍ کې ارزښتونه ولس پالي، پيښې تاريخ ثبتوي خو زموږ ارزښتونه په افرادو پورې ور تړل شوي دي او تاریخ راته سياف او رباني يا کريم خلیلي او نورو لیکلی دی، دلته د قاضي د طرف او پريکړې کيسه ده، شته مجاهدينو چې د روسانو پر ضد يي خلک هڅول خو دوی په پاکستان کې په کمپونو کې شپې کولې، په عربي ممالکو او اروپا کې يي چندې کولې دوی هيڅ ډول قرباني نه ده ورکړې د سياف زوی غصب کوي، د خلیلي زوی زده کړې کوي، د رباني یو زوی وزیر او بل يي بیا په اروپا کې کله ګيتار غږوي کله رباب او کله کله خو په ټولنیزو پاڼو کې په پښتو او دري سره د خپلې ټلوالې او خپل پلار لارويان هم غندي، بل يي وزیر دی، د مسعود وروڼه په هره خوا کې شریکان دي، معاش له دولت څخه اخلي خو ځي شمال ته هلته د مليشه سازۍ په خاطر د نوي ناورين لپاره ذهنيت سازي کوي.
د حق جهاد امتیاز داسې خلکو ته چې دوی ددې وطن د تباهۍ د بنسټ ډبره ايښي د بي ۵۲ الوتکو په زور بیا کابل ته راغلي دي او نن د امريکې تر سيوري لاندې بړ بړ غږيږي او يا د خپلې خيټې فتوا ورکوي د جهاد له شان او نوم سره نه ښايي او ان دا ډول خبرې يو ديني ارزښت ته چې جهاد دی سپکاوی دی، دا سپکاوی څو لسيزې کيږي هر سړی د جهاد په نوم امتيازات اخلي، غلا د جهاد په نوم کوي، وزارت د جهاد په نوم غواړي، غصب د جهاد په نوم کوي، والي، مدير، وزیر، رئيس او مامور د جهاد په نوم ټاکي او باالاخره ان تر دې چې له امريکې سره څنګ په څنګ ناسته او ډالر خوړل هم ورته فرض جهاد ښکاري.
موږ روس مات کړ، امریکې وسلې راکړې، مشاورين يي راتلل زموږ مبارزين به يي روزل، ریګن او نورو به تند غبرګونونه ښودل خو دادی شل کاله وروسته او اوو ويشت کاله وروسته پوی شو چې امريکې موږ سره چې څه کول د همدې ورځې په خاطر يی کول، زه چې نني مجاهدين وينم د دوی مزې ګورم، زرهي موټرې او عيشونه ګورم په بهر کې يي اولادونه، د څو زرو ډالرو بوټان او دريشیو ته ګورم نو دا راته جهاد نه بلکه ځاني جګړه ښکاري، خو افسوس زموږ يو نيم ميلیون وګړي د اسلام، افغانستان په خاطر د همدې کسانو تر شتون لاندې را پورته شول کاش هغه وخت دوی پوهيدای چې نن به د دوی په سپيڅلو وينو څه ډول معامله کيږي.
راځئ بیا فکر وکړو، راځۍ تیرو ته ور ونه ګرځو شونې ده ډير خلک يو وار بیا په دې وغوليږي چې شونې ده د دوی خبرې به سمې وي، د دوی هيڅ خبره سمه نه ده، راځئ له دوی سره د راتلونکې، ښه ژوند او بیا اشغال څخه د خلاصون په خاطر مخه ښه وکړو ځکه دوی د نورو په لمسون او نورو په خاطر دا خبرې کوي او دوی هغه دي چې موږ ته مسلې کوي او خپله پرې حملې کوي.
— پورتنی لیکنه د لیکوال خپل نظر دی د ادارې موافقت ورسره شرط نه دی —-

















