امریکا په افغانستان کې په خپلې ماتې اعتراف وکړ

تبصره :‌ هېواد خوږیاڼی

زموږ د هېواد پنځه زره کلن تاریخ ډېرې پاڼې د استعمارګرو په ماتې ډکې دي. افغانستان ته د امپراتوریو هدیره هم ویل شوې ده. په دغه هدیره کې له مقدوني سکندر نه واخله، تر انګرېزانو، روسانو او اوس امریکا هم دلته ماتې وخوړه او په خپله ماتې یې اعتراف وکړ.

دغه اعترافونه د امریکايي ملکي او پوځي چارواکو له دې وړاندې هم کړي وو او په یو ډول نه یو ډول یې په افغانستان کې خپله ماتې منلې وه. امریکا اوس د ۲۰۰۱ زکال غوندې افغانستان ته نه ګوري. د امریکا سیاست په تېرو څوارلس کلونو کې تغیر کړی او ورځ تر بلې دغه تغیرات د امریکايي چارواکو له لوري څرګندیږي.

په ۲۰۰۱ ز کال کې چې کله امریکايي او ورسره د ناټو عسکر افغانستان ته راغلل، نو نړیوالو ته یې ځانونه د افغانستان او د افغانستان د خلکو خواخوږي ښودل او د خپلو خلکو په ذهنونو کې یې داسې پېچکاري کوله، چې ګوندې موږ دلته د افغانستان د بیارغونې، امنیت، پرمختګ، بشرحقوق، د بیان ازادۍ، دیموکراسۍ د پلي کولو، د پوهنتونونو، ښوونځیو د ودانولو او بېلابېلې پلمې کولې؛ خو دوی په تېرو څوارلس کلونو بغیر د خلکو د وژلو، بندیانولو، بمبار، چاپو او د افغانانو د زورولو څخه بل کار ونه کړ.

امریکا په تېرو څوارلس کلونو کې افغانستان کې داسې د بیارغونې پروژه عملي نه کړه، چې افغانان ترې لس کاله وروسته ګټه واخلي. دوی ټول کارونه سرسري وکړل او زیات هغه رغول شوي ځایونه یې بېرته ړنګ کړل، چې دوی پکې څو نارامه شپې سبا کړې وې.

امریکايي لیکوال او تاریخ لیکوونکی ګرټ پورټر په یوې نوې څېړنیزه مقاله کې په افغانستان کې امریکايي او د ناټو عسکر مات بللي او د طالبانو پرضد جګړه کې یې ناکام بللي دي. ګرټ پورټر په دغه لس مخیزه مقاله کې د جګړې په برخه کې د امریکايي او افغان عسکرو په پرتله طالبان بریالي بللي او په وینا یې چې د امریکايي عسکرو څخه افغانان کرکه کوي؛ خو طالبان د عامو خلکو په منځ کې محبوبیت لري او دغه محبوبیت ورځ تر بلې زیاتیږي.

ګرټ پورټر لیکي« څوارلس کاله کېږي چې له سل زرو ډېر امریکايي عسکر د پرمختلليو وسلو، زرهي موټرو، مجهز عسکرو او د پرمختللې ټیکنالوژۍ سره بیا هم دلته« افغانستان» کې ماتې خوړلې او په خپلو ټولو کړیو ژمنو کې پاتې راغلي دي. امریکايي عسکرو لپاره  خپل ولس په میلیاردونو ډالرو مالیه ورکړې او د یووېشتمې پېړۍ تر ټولو د پرمختللې پوځي ټیکنالوژۍ سربیره د طالبانو سره یې جګړه ونشوای کړای او نه یې د عامو افغانانو په زړونو کې ځانته ځای پیداکړ».

ګرټ پورټر په دغه څېړنیزه مقاله کې د ۲۰۰۱ زکال د هغه وخت چارواکو خبرې هم راخېستې، چې ویلي وو، موږ افغانستان ته ددې لپاره ځو، چې القاعده ماته کړو، ښوونځي ورته ودان کړو، روغتونونه ورته جوړ کړو، افغانستان ته مجهز پوځ وروزو، اقتصاد یې پر پښو ودرو، ترهګر وځپو، فساد ته د پای ټکی کېږدو، نیشه يي توکي له منځه یوسو او د افغانستان نه بیا د خطر احساس ونه کړو؛ خو برعکس په پورته یادو شویو برخو کې په نشت کار شوی او که شوی هم دی، نو د لږې مودې لپاره دی.

ګرټ پورټر لیکي«:« امریکا افغانستان ته يوازې او يوازې ددې لپاره تللې وه، چې طالبان به ماتوي؛ خو اوس چې ګورو او د یوه تاريخ لیکونکي په توګه چې پېښې د انټرنېټ، رسنیو او ورځپاڼو او نورو شننو او سروې ګانو له لارې څارم کيسه راته سرچپه ښکاري.»، ځکه امریکا په افغانستان کې په میلیاردونه ډالر بې ځایه لګولي او د یو څو کسانو جېب ته تللي دي.

د نوموړي د مقالې له مخې، طالبان د پخوا په پرتله قوي شوي دي، جګړه کې یې ورځ تر بلې پرمختګونه تر سترګو کېږي او ورځ تر بلې ډېرې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي. طالبان د خلکو په منځ کې دي او امریکا باید خپله ماتې ومني او د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ جوړونکې دې د افغانستان په باب له سره پرېکړه وکړي او په خپله پالیسۍ کې دې بدلون راولي.

له دې وړاندې هم زیاتو امریکايي چارواکو ویلي وو، چې امریکا په افغانستان کې بریالۍ نه ده او دوی غواړي، چې له افغانستان څخه  خپل پوځیان وباسي.

که د امریکايي عسکرو ماتې یقیني شي، نو افغانان به څو کاله وروسته د انګرېزانو او روسانو ماتو وروسته د امریکا ماتې هم په خوښۍ سره لمانځي او امریکا به په خپل تاریخ کې له ویتنام وروسته دغه کلکه ماتې وخوري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button