خالقیار احمدزی
وړمه ورځ (د ۲۰۲۳ اکتوبر ۷مه نیټه) باندې په ناببره توګه د حماس جنګیالیو لخوا د اسرائیلو پر پوځي مراکزو ناتاره او پراخ بریدونه پیل شول چې په لږ وخت کې یې لوی تحول راووست.
برید چې د هوا، ځمکې او کښتیو له لارې پیل شوی وه، په کم وخت کې یې لویې سوبې ترلاسه، امنیتي مراکز، وسایط یې ونیول او په سلګونو یهودان یې ووژل؛ دغه راز ډیری یهودانو څنګلورو هیوادونو او آن ترکیې ته پناه یووړه، خو په ګاونډ مصر کې یې هم څو ککرۍ د هغه هیواد د نومیالیو لخوا د مرګ کندې ته ټیل وهل شوې.
دا د اسرائیلو په تاریخ لومړی دردونکی ګوزار وه چې له مظلومو فلسطینیانو یې وخووړ او په لویه وارخطایي کې ولویدل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او اسرائیلي لومړي وزیر وویل چې د حماس ډلې لخوا د دغسې یوه لوی برید څخه یې هیڅکله ترمخه اطلاع نه وه ترلاسه کړې او آن داسې یې فرض هم نه بلله چې ګواکې فلسطینیان به یو وخت دومره جرئت مند کیږي، چې پر اسرائیلي وګړو په دغه کچه لوی او پراخ مرګوني بریدونه وکوي.
د برید تلفات شیبه په شیبه لوړیدل او د امریکا ولسمشر ورسره په هماغه شپه د ۶میلیارد ډالرو مرستې اعلان وکړ، چې په تعقیب یې هلته د جنګي الوتکو د لیږلو او نورو پوځي مرستو د اعزام ټټر هم وډباوو.
اسرائیلي قساوتګرو پر غزه باندې خپل پخواني ظلم ته یو ځل بیا دوام ورکړ، عام کورونه یې په نښه او په سلګونو ولسي وګړو ته یې مالي او ځاني زیانونه واړول.
د نړیوالو غبرګونونه متفاوت وه، غربي ټولنه په یو مخیزه توګه د اسرائیلو په څنګ کې ودریده، ځینې اسلامي هیوادونو لکه افغانستان کویټ او… د فلسطین ننګه وکړه، خو هغو ته چې ډیره تمه وه لکه سعودي، مصر، ترکیه او… په اعراف کې پاتې شول، یواځې د جوړ جاړي لساني دعوت یې مخته یووړ او نور یې نه د دښمن او نه هم د دوست ننګې ته ظاهرا ودانګل.
داجګړه لا هم روانه ده او ښایي نوره هم خونړۍ شي، خو موخې،اهداف او وروستۍ پایلې به یې څه وي؟
زه چې له تیرو څو کلونو راهیسې د فلسطین مظلومیت او د اسرائیلو ظالمانه وحشتونه څارم راته څرګندیږي، چې په لند وخت کې به داجګړه یوه حل ته ونه رسیږي.
نن چې د فلسطین تربورو عربي هیوادونو په دغه هیواد کې د دفاع یو ځوګ احساس کړ، ښایي نور یې د پوزې د ننګین پیزوان په توګه ونه شي زغملی او که علني نه وي، د پردې تر شا یې قوي ملاتړ د ځان دروند مسؤلیت وبولي.
ممکنه ده چې د امریکا لخوا په منځني ختیځ کې د اسرائیلو مخامخ پوځي ملاتړ ته که رام شوي عربي دولتونه ځواب ورنه کړي، د عربي نړۍ د پراګنده ملتونو توند غبرګونونه له ځانه سره ولري.
له حماس څخه د ایران سیاسي او نور ملاتړ هم کولای شي، عرب په خپل منځ کې سره وویشي، خو له موساد سره د سپاه پاسداران تړل شوی اړخ ښایي د دوی منځ کې خپل بړیڅي هم پیدا کړي.
که دا سناریو یوځل بیا تکراریږي نو کیدای شي، په سیمه او نړۍ کې د مسلمانو او غیر مسلمانو پرګنو ترمنځ د فاصلې څرګند خط تیر کړای شي.
دا احتمال هم لرې نه ده چې د نړۍ ځینې لویو استخباراتي شبکو په ډیر مهارت سره جګړه په ختیځ کې د اروپا له پولو منځني ختیځ ته لیږدولې او هلته یې په نامرئي توګه د تطبیق پلان لري؛ څو په دې توګه د ایران او عربي هیوادونو+ترکیې ترمنځ ستونزو ته لمن ووهي.
څو اونۍ مخکې چې امریکا او هم پیمانانو یې خپله غوسه پر فرانسه باندې سړوله او هلته یې له ځینو افریقایي هیوادونو سره اخته کول غوښتل، ښایي د ددې پلان تر تطبیق وروسته یې په bپلان کې د منځني ختیځ ګډوډي ته په نظر کې وي؛ چې دا به نه یواځې د عربو د اتحادی قوت په ګټه تمام شي؛ بلکې ورسره به د امریکا او د هغوی د بړیڅو پر وړاندې د عرب نړۍ عام وتام مخالفت او پارونې هم له ځانه سره ولري.
داچې د اسرائیلو غوڅ اکثریت اتباع دوهم امریکایي تابعیت هم لري او امریکا یې هم داسې څرګند پوځي حمایت ته رادانګي، نو کیدای شي چې امریکا د ډیرو عربو په زړونو کې خپل تر لاسه شوی رعب له لاسه ورکړي.
دا سناریوګانې هغه مهال احتمالي دي چې که عربي نړۍ فلسطین خپل خدوخال وبولي او که یې همداسې لکه نن چې غزه بې څوکه او بې کسه پریښې، پریږدي، ښایي نور د عربو د زوال شیبې پیل او له خپلې سوریې، لبنان او آن ایران څخه د سني او شیعه په نامه مړې شوې سکروټي یې له داخله وزبیښي.