سعيد غلجی
هغه کيسه به مو اورېدلې وي، چې په کوم ځنګل کې درې غوايان اوسېدل او خپلو کې یې ښه کلکه ملګرتيا وه، زمری به همېشه په دې فکر کې ؤ، چې د دوی د خوړلو لپاره يو پلان جوړ کړی، خو پر دریو واړو یې زور نه رسېده، له څه سوچ او فکر وروسته یې يو ډېر خطرناک پلان جوړ کړ، هغه داسې چې له دوو غوايانو سره یې ولیدل او د دریم غوايي غيبت یې ورته پيل کړ، چې هغه بل سپين غوایی خو هیڅ کمال نه لري، بد شکله دی، بد نیتی دی او… ، نو که غواړئ له هغه به مو خلاص کړم او موږ به خپله ملګرتيا کوو. غوايان هم د زمري پر خبرو وغولېدل او اجازه یې ورکړه چې سپين غوایی ووژني، نو دواړو ورته کتل چې زمري پر سپين غوايي بريد وکړ او دانګې وانګې یې کړ، ځان یې ښه پر غوښه موړ کړ. بيا څه وخت وروسته یې تور غوايي ته وويل، چې دا سور غوایی هم چندان غوایی نه دی، دی اصلاً د هماغه سپين غوايي ملګری دی، دا او ها مشکلات پکې دي، خو ته اصيل غوايی یې، ځکه اصلي غوايان تور وي، نو که خوښه دې وي، له ده به دې هم خلاص کړم، نو ما او تا به هماغه شان خپله ملګرتيا سره کوو! تور غوايي له فکر پرته ورسره ومنله، نو تور غوايي ورته کتل، چې زمري سور غوایی هم ټوټه، ټوټه کړ. کله چې له سور غوايي هم خلاص شو او تور غوایی يوازې شو، نو په ډاډه زړه يې پر هغه هم غوټه کړه او خپل هدف یې تر لاسه کړ. په دغه وخت کې نو ايله د تور غوايي سر خلاص شو، چې زمري څومره خطرناک پلان ورته جوړ کړی ؤ او څنګه یې سره يو، يو کړل او بيا هر يو له تېغه تېر کړ.
عيناً همدا کيسه اوس هم روانه ده، کفار لګيا دي د مسلمانانو د پاشلو او تقسيمولو لپاره پلانونه جوړوي او عملي کوي، خو مسلمانان د غفلت په خوب ويده دي. هماغه اسلامي امت چې پرون یې تقريباً پر ټوله نړۍ حاکميت کاوه، نن په لسګونو هېوادونو وېشل شوی او خپلو کې دومره زيات حسد او اختلافات سره لري، چې له کافر سره یې نه لري.
دا هماغه امت دی، د کوم په اړه چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي، د مسلمانانو مثال داسې دی لکه د یو بدن، کله چې د بدن پر يوه عضو درد وي، نو ټول بدن ورسره نا ارامه وي. رښتيا هم؛ اسلامي امت باید همدغه شا واوسي او پخوا همدغه شان وو، مګر نن زموږ ايمانونه کمزوري شوي، نو څنګ ته مو پر مسلمانو وروڼو بمبارونه وي، جګړې وي، يرغل وي، خو موږ يې هيڅ کيسه کې نه يو، ځکه موږ اوس د امت پر ځای د (ملي توب) غم اخيستي يو، د مسلمانانو فکر يوازې د خپل مصنوعي هېواد تر جغرافیې محدود دی، د نور امت غم له چا سره نشته.
ډېر داسې خلک هم شته، چې هغوی سره د امت فکر دی، مګر هغه خلک ډېر لږ دي، اکثريت یې دومره غافل دي، چې د اسلامي امت د وحدت خبره ورته هسې اساطیر الاولين ښکاري او بس.
بل ځای حديث شريف کې راځي، چې رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل، نژدې ده چې پر تاسې به قومونه داسې راغونډ شي، لکه خلک چې پر خپله کاسه سره راټوليږي (يرغلونه به درباندې کوي)، نو چا وپوښتل، چې ایا موږ به هغه وخت کم يو؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وفرمايل: نه، بلکې تاسې به زيات ياست، خو داسې به ياست لکه د اوبو زګ (هيڅ قوت به نه لرئ) او الله تعالی به ستاسې د دښمنانو له زړونو څخه ستاسې وېره ختمه کړي او ستاسې زړونو کې به وهن پيدا شي، چا وپوښتل، وهن څه شی دی؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وفرمايل: د دنيا مينه او مرګ بد ګڼل.
نو رښتيا هم موږ کم نه یو، په نړۍ کې تقريباً دوه ميليارده مسلمانان ژوند کوي، خو ټول له مرګه تښتي، پر ژوند ميين دي او له همدې امله یې خپلو کې سره اختلافات دي، هر یو يې غواړي چې ډېر ماديات تر لاسه کړي او له جګړې په امن واوسي، نو د همدې ارمان په خاطر د کافر غلامي هم قبلوي.
پرون مسلمانان لږ وو، امکانات یې نه درلودل، خو د ايمان، اتحاد او اخوت په ګاڼه سمبال وو، نو پر ټوله نړۍ یې حکم چلېده، هیڅ کافر دا جرأت نه شو کولی چې د مسلمانانو پر يوه سيمه بريد وکړي، یا یې مقدساتو ته توهين وکړي، مګر نن چې د مسلمانانو ايمان ضعيف شوی، اتحاد نه شته، په فروعي مسائلو اختلافات روان دي او هر چا سره د شخصي ګټو او مادياتو غم دی، نو له همدې امله نن اسلامي امت دومره پاشل شوی، چې کفار پر يو اسلامي هېواد يرغل وکړي، د هغوی ښځې، ماشومان، سپين ږيري او ځوانان شهيدان کړي، ناموس یې بې پته کړي، جوماتونو او نورو مقدساتو ته یې توهين وکړي، خو څنګ ته يې مسلمان هېوادونه هيڅ اقدام نه کوي او دا هر څه د هغه هېواد داخلي مسأله ګڼي، يا حد اقل د غندنې يوه اعلاميه خپره کړي او بس!
همدې نژدې کلونو کې پر افغانستان، عراق او سوريه يرغل وشو، برما کې مسلمانان ژوندي وسوځول شول، هند کې پر مسلمانانو ډله ييز بريدونه وشول، د فلسطین اشغال ورځ تر بلې پراخيږي، لومړۍ قبله مو د يهودو په کنټرول کې ده او وړمه ورځ امريکا او بريتانيا پر يمن هم هوايي بريدونه پيل کړل ، خو امت لا هم ويده دی، د امتيت احساس مړ دی.
د فلسطين څنګ ته اردن، لبنان او مصر هېوادونه پراته دي ، لږ ترې را دې خوا ترکيه او ايران دي، چې دواړه هېوادونه ښې پرېمانه وسلې او امکانات لري، دغه راز پاکستان چې دعوه کوي د اسلام په نوم جوړ شوی، د اټم خاوند دی، مګر نه پوهېږو، چې دا وسلې او پوځونه یې کومې ورځې ته ساتلي!؟
همدا راز؛ د يمن څنګ ته سعودي، امارات او قطر پراته دي ، خو د دې پر ځای چې د يمن ملاتړ وکړي، دوی امريکا ته اډې ورکړې او امريکا د دوی له خاورې پر يمن بريدونه کوي، تر دې به نو لويه غلامي او بې غيرتي چېرته وي!؟
د بيت المقدس له اشغال رووسته، د امريکا طرحه دا وه، چې له جګړې پرته؛ د خپلو واکمنانو له لارې عربي ولسونه بې لارې کړي او مکي او مدني حرم ته بې ديني ننباسي او مقدسات مو توهين کړي، نو هم به خپل هدف تر لاسه کړي او هم به ياده سيمه د دوی تر اثر لاندې خوندي پاتې وي او دوی به له دې لارې خپل تجارت کوي، د همدې موخې لپاره یې ډېرې هڅې وکړې چې د اسرائيلو او سعودي عربستان اړيکې سره ورغوي او ياده سيمه کې د ترانزيټ او تجارت لارې محفوظې وساتل شي او په دې وروستيو کې سعودي عربستان او اسرائیل ډېر سره نژدې شوي هم وو، مګر کله چې د اکتوبر پر اوومه د حماس مجاهدينو پر اسرائیلو بريدونه وکړل او بيا هغوی غزه باندې بمبارۍ پيل کړې، چې تر شل زرو زيات فلسطينيان پکې شهيدان شول، غزه لوټې، لوټې شوه او دا لړۍ لا روانه ده، نو د سعودي او اسرائيلو اړيکې هم بيرته شا ته ولاړې، ځکه اوسنيو حالاتو کې د خپل ولس د فشار له امله سعودي نه شي کولی اسرائيلو سره اړيکې ورغوي. نو کله چې د امريکا دا پلان ناکام شو او جګړه پراخه شوه، امريکا هم پر يمن بريدونه پيل کړل، دوهم پلان پيل شو، اوس امريکا غواړي چې جګړه پراخه کړي او ټول عربي خليج د جګړې په اور کې وسوځيږي. په دې توګه به نو مکې مکرمې او مدينې منورې ته هم جګړه ورسيږي، ځکه يمن خو سعودي سره په پوله دی، امريکا کولی شي، په ډېره اسانۍ له یمن څخه سعودي ته هم جګړه انتقال کړي.
په هر صورت؛ پر هيڅ اسلامي هېواد یې هم روغه ورځ نه ده پېرزو، پلان یې ټولو ته جوړ کړی، خو یو، یو رانيسي.
نو حل لاره دا ده، چې اسلامي امت خپل ټول فروعي او مصنوعي اختلافات شاته وغورځوی، له خپلو مصنوعي پولو او جغرافيو راووځي او د امت احساس ځان کې پيدا کړي، د غلامي پر ځای د ازادي لپاره مبارزه وکړي او ټول اسلامي امت په ګډه خپله دفاع وکړي.
ټول مسلمان هېوادونه بايد له فلسطين او نورو ټولو اسلامي هېوادونو څخه داسې ملاتړ او دفاع وکړي، لکه له خپلو هېوادونو یې چې کوي، ځکه د مسلمانانو وطن مشترک دی، په دې ډول حساسو شرايېو کې بايد مسلمانان خپل ټول واړه، واړه خپلمنځي اختلافات شاته وغورځوي او د يو امت په توګه د خپلو مظلومو مسلمانانو وروڼو په هکه خپل مسؤليت اداء کړي.
هغه هېوادونه چې حاکمان یې د اسلام دعوه کوي، بايد خپله مسلماني په عمل کې ثابته کړي، کنه مسلمانو ولسونو ته یې لازمه ده، چې د دوی پر خلاف راپاڅي، يا یې سمې لارې ته برابر کړي او يا حاکميت ترې واخلي، ازادي تر لاسه کړي او داسې څوک خپل حاکمان وټاکي چې هغه په رښتينې معنی مؤمنان وي.
څه وخت وړاندې مې د يو مولوي صاحب ليکنه لوسته، ويل د نورې نړۍ مسلمانان دې ډېر نېغ، نېغ نه کیږي، چې که موږ اسرائيلو ته ورنژدې وای، نو داسې او هاسې به مو کړي وو! مولوي صاحب ويل، وای که تاسې کې رښتيا د اسلام جذبه وي، نو راپاڅئ له خپلو اسرائيلو (تش په نوم مسلمانو حاکامانو) یې راپيل کړئ، سمې لارې ته یې مجبور کړئ، هر څوک چې خپل هېواد اصلاح کړي، امت خپله اصلاح دی او بيا به اسرائيل هيڅکله پر فلسطين يا بل مسلمان هېواد بريد ونه کړي.
نو رښتيا هم که موږ خپل نظام قوي کړو، نور مسلمانان خپل نظامونه قوي او اصلاح کړي، نو خپله د امت ستونزه حل کيږي، دا مسؤليت هر مسلمان او په هر ځای کې اداء کولای شي.
ومن الله التوفيق


















