د تېر کال ۲۰۱۵ را پور، چې د ملګرو ملتونو د بشر حقوقو ادارې نشر ته وسپاره ، افغانستان يې يو ځل بيا په دې نيوکه ، چې د پوځونو په ليکو کې د وړوماشومانو څخه د جګړې کار اخلي، په بدنام لېست کې يادکړ .
تقر يبا شپږ کاله وړاندې هم د افغانستان په اړه او تر دې د مخه هم را پور ورکړل شوی و، چې د پوځيانو په ليکو کې ماشومان د جګړو لپاره ليږل کېږي او آن دا چې له شمالي ولاياتو په ماشومانو د جنسي تيريو راپورونه هم ورکړل شول .
هغه وخت دولتي چارواکو د جګړو په ليکو او سنګرونو کې د وړو ماشومانو د شتون پړه د دولت پر مخالفينو ور واچوله ، چې د طالبانو د مشرتابه لخوا په جنګي محازونو کې د يوه فرمان په صادر ولو سره د لغړزنو د بنديز امر ورکړل شو ، چې د طالب مشرانو په وينا اوس د هغوی په جګړه ييزو محازونوکې کم عمره ځوانان نه ليدل کېږي، چې ملګرو ملتونو د بشر حقوقو ادارې هم پرې قناعت کړی دی .
که څه هم دولتي چارواکو د پوځونو په ليکو کې دکم عمره ماشومانو د شتون راپور ردکړی دی ، خو ويل کېږي ، چې دځايي يا سيمه ييزو پوليسو او اربکيانو په ليکو کې تر اوسه پورې کم عمره ماشومان ليدل کېږي.
دملګرو ملتونو د بشر حقوقو ادارې ، چې پوځي صفونو کې د ماشومانو په شتون يې افغانستان په بدنام لېست کې شمېرلی دی ،
دا ځل به يې دبدنامۍ په بل لېست کې هم وشمېري ؛ چې د بلخ ولايت او سيدونکو د پو ليسو د ناوړه چلند او له ولسي وګړو ، مالدارو او سودا ګرو څخه د باج اخيستنې شکايتونه ولايتي چارواکوته کړي دي .
د بلخ ولايت د چاربولک ولسوالي چې د جوزجان ولايت د فيض آباد د ولسوالۍ سره پوله لري، په دواړو ولسواليواو نورو سيمو کې د ولسي وګړو ژوند د سيمه ييزو پوليسو له ناوړه چلند او دباج اخیستلو د ناوړه چلند په نتيجه کې د روسي وګړ د وژلو او ژوبلو يا زنداني کولو راپورونه ورسېږي؛ نو د جنګي جرمونو په بل بدنام لېست کې به هم افغانستان شامل کړل شي.
د مخه به يوازي دا رنګ بدنامې مليشې چې مشري يې جنرال دوستم کوله په بداخلاقيو سره يادولی شوې ؛ خو اوس دسيمه ييزو پوليسو او اربکيانو د ناوړه چلند له امله ولسي وګړي شکايتونه کوي که ولايتي چارواکي او په ځانګړې توګه د ملي امنيت لخوا په دې اړه غور ونه کړل شي ؛ نو له يوې خوا به د دولت او ولس ترمنځ فاصله زياته شي او دبلې خوا به افغانستان په دوه بدنامو لېستونو کې وشمېرل شي .

















