په  افريقا کې  د اسلام  خپراوی

ليکوال: عبدالواسع « صابر »

په  افريقا  کې  د اسرئيلو، امريکا او اروپا په  مرسته  د عيسائيت  لپاره  ډېر په  تېزۍ  سره کار  روان  دی  د اسلام  د مخنيوي  لپاره  هر ډول  وسايل  او لارې چارې استعماليږي، څو عيسايي  د هشت ګرد تنظيمونه  د مسلمانانو د ختمولو او عيسايي  کولو  لارې چارې پرمخ  بيايي .

په  ډېرو افريقايي  هېوادونو کې  چې  د مسلمانانو   اکثريت  دی  ولې حکومتونه  د نورو په زور او ځواک  سره  عيسايانو ته  سپارل شوي  دي ؟

 خو د دې ټولو کوښښونو سره سره  بيا هم  اسلام  په  زياته  اندازه  د عيسائيت  په  مقابل کې خپريږي .

په  جنوبي  چاد کې  عيسايي سلطان  ياتريس،  د هغه  د قبيلې  او حکومتي چارواکو   چې دېرش زره ۳۰۰۰۰ تنه  کېدل  په  يوځای اسلام قبول کړ، د چاد کلايي قبيلې  هم  ټولو اسلام ومنلو چې  شمير  يې  زرګونو ته  رسيده ، په دې  کې ۱۴ پادريان  هم وو .

 د ازهر پوهنتون  دراپور سره سم  د روژې  په  مياشت کې  په  چاد کې ۳۰۰ تنه مسلمانان شول، د سوډان  په  سنار سيمه کې ۱۳۰۰ تنان  او په  جنوبي  سوډان کې  لس زره  تنانو اسلام قبول کړ .

دکينيا په  نيروبي  کې  يوازې  د روژې  په  مياشت  کې  زر۱۰۰۰ تنانو اسلام  قبول کړ، په کينيا کې  د منکيکي  تنظيم ۱۳ مشرانو په ممباسا کې اسلام قبول کړ، ددې تنظيم دافرادو شمېر درې لکه دی ،  د مدغا سګرانتي  مور قبيلې  د رې لکو تنو اسلام  قبول کړی، په مډغسګر کې د ۱۴ کليو او سيدونکو يو ځای  اسلام  قبول کړ او دحبشي د بورانا قبيلې ۴۰۰۰۰ کسانو په  يوځای  اسلام  ومنلو اد ۲۵کليو او سيدونکو د اسلامي  ښونو د زده کولو هیله  ښکاره کړه.

د حبشي  د باسو قبيلې ۲۰۰تنانو يوځای  اسلام  ومنلو.

په زمبياکې يوازې  په  څو ورځو کې  څوسوو، کسانو اسلام  قبول کړ .

د افريقا په  نا مسلمانو اسلامي  ادارو نږدې  ۹۵۰ مسجدونه  او ۸۰ ديني  ښونيزې  اداري يې جوړې کړي دي.

نږدې  څلور زره  د ابو څاګانې  هم  کيندل شوي دي.

د لو يديځې افريقاپه  ايري کوست  هېواد کې اوسطاُ هره  هفته  نږدې ۵۰ کسان  ايمان راوړي.

په  افريقا کې  د مسلمانانو شمېر ۵۴٪ دی  چې  مجموعي  شمېر يې ۴۳۰ ميليونه کېږي.

په  تايلينډ کې  په  لسو کلونو کې  د لسوزرو څخه  زياتو تنانو اسلام  قبول کړ، په  جاپان کې  هره ورځ  او سطاُ سل ۱۰۰ تنان  اسلام قبلوي، دهندوستاني ورځپاڼي (ريډئينس) د راپور سره  سم  په ۱۹۹۶زکال  کې  دټولې نړۍ  د مسلمانانو شمېر۱۲۰۰ميليونه وو او د مسيحيانو شمېر ۱۸۰۰ ميليونه و.

خو په  نيمه پېړۍ کې  د مسلمانانو په  شمېرکې ۲۲۵٪زياتوالی  راغلی  په داسې  حال کې چې   د عيسايانو په  شمېرکې ۴۷ فيسده زياتوالی  شوی .

تر ۲۰۱۰ پورې  به  د مسلمانانو شمېر دعيسايانو څخه زيات شي  د اسلام  خپراوي سره  د دې چې  د هغه په  خلاف  ټول ختيځ  اولويديځ  سره  يوځای شوی دي  بياهم  په  تېزۍ سره خپريږي .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button