کابل ټکی کام ۲۳وږی/۱۳۹۴
راپور: احمدالله مهاجر
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي دي چې د پکتیا په پټان ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو ادعاوې (د پاکستاني ملېشو د را اوښتو او بریدونو ادعاوې) درواغ بللي، او دا یې د دوی د ماتې لوی دلیل بللی دی.
تېره ورځ ځینو رسنیو د پټان د چارواکو په حواله ویلي وو چې پاکستاني ملېشې را اوښتي او له طالب وسله والو سره یو ځای په دوی بریدونه کوي.
طالبانو ویلي دي چې امنیتي ځواکونه اوس د هېواد په هره برخه کې له سختې ماتې سره مخ دي، نو اوس کوښښ کوي چې ترڅو د دوی د بدنامولو اوازې خپرې کړي.

















