لیکوونکی: اسلام پال
وروڼو لکه څنګه چی ټول پدی پوهیږو چی ددی غونډو لوبغاړی پاکستان، امریکا، چین اودجانکیری کابل میشتی بچیان څوک دی آیا جګړه ددوی په خپل منځ کی ده که جګړه روانه کړی دوی ده. آیا پاکستان چی خپله تر غوږونو په مشکلاتو او کورنۍ جګړه کی ښکیل دی او بیا هغه افغانستان دجدا ملک په حیث منی نه نو هغه به افغانستان ته صلحه راولی؟ امریکا چی په ټوله اسلامی نړی یی یرغل کړی او اسلامی خاوری یی په زور لاندی کړی او یا یی ورکی خپل ګوډاګیان دواک په ګدۍ کینولی آیا هغه به افغانستان ته د آرامي راوستلو تکل ولری؟ چین چی په شدید ډول د امریکا سره په اقتصادی اوسیاسی رقابت کی قرار لری او د افغانستان لخوا ځانته د جهادی ډلو لخوا تل د خطر احساس کوی نو آیا دوی به بدی پریکړه کی ریښونی وی؟ دکابل کاواکه او د جانکیری په لاس د ع، غ دوه سره اداره چی د خپل ځان حفاظت نشی کولای او د خپلی شخی نظر د وړاندی کولو جرئت نلری نو دوی به د یوی داسی پریکړی چی هغه ددوی تر صلاحیت لوړه وی واک ولری؟ دا هغه واقعیت دی چی د چا له سترګو پټ ندی بل لورته دجګړی اصلی اړخ طالبان دی چی دوی دافغانستان د لانجی لپاره ریښتونی دی چی د قطر دفتر ددوی دریشتونولی لوی دلیل دی ځکه که دقطر دفتر نوای نو بیا هم د بل اړخ چی امریکا ده یو دلیل وجود درلود لکه کرزی چی به دا جمله زمزمه کوله چی طالبان مشخص ادرس نلری خو کله چی یی ادرس معلوم شو نو دوی ورسره د جګړی ټیګار وکړ. بله دا چی دوی دافغانستان په معامله کی تل پاکستان ته پوره ونډه ورکوی او دوی دافغانستان دلانجی حل د پاکستان په لاس کی بولی خو څنګه چی دوی فکر کوی هسی نده بلکی طالبانو دهمدی لپاره چی پاکستان ددوی په چارو کی لاسوهنه ونکړی او خپلی ټولی پریکړی په ازاد ډول وکړی نو خپل دفتر یی بیخی لدی سیمی لیری داسی یو هیواد کی چی دافغانستان په معزله کی دخالت نلری ورته انتخاب او پرانستلو خو دوی اوس هم لدی امله چی دوی د واقعی صلحی نیت نلری د قطر په ځای د پاکستان لمن نیولی ده چی دپاکستان له لاری به واقعی صلحه دامکان نه لیری او ناشونۍ کار وی. چی دا هم په ثبوت رسیدلی چی څو ځلی پاکستان د صلحی کلکه ژمنه وکړه او ناستی یی وکړی خو هغه داسی چی یا به یی د طالبانو بعضی مشران له خپلو کورونو کوم چی هلته استوګنه لری په زور یا فریب سره د اسلام اباد او مری تر غونډو ورسول یا به یی دطالبانو په کور ناست مخکینی چارواکی دِخپلو غونډو میلمانه کړل او د کابل بیواکه اداره به یی تیریسته چی ګنی دوی طالبان ورسره دمذاکری په میز کینول خو لنډه یی دا چی څلور کاله کیږی چی داسی ثناریوګانی روانی دی خو هیڅ نتیجه یی نده ورکړی او نه هم دپاکستان له لمنی دکابل اداری کومه ګټه تر لاسه کړه. چی دا دی یو ځل بیا د ځلور اړخیزو غونډو په نامه بیا نوی ثناریوګانی پیل کړی چی ګنی دافغانستان دلانجی حل به تری تر لاسه کړی خو هیڅکله نه! دا پداسی حال چی د طالبانو سره دخبرو مرجع او ځای هر چاته تر لمر روښانه دی چی دوی هم په وار وار ویلی چی زموږ سره دخبرو یواځنی مرجع دقطر دفتر دی او دلته نه په افغانستان کی نه په پاکستان کی کوم څوک دخبرو حق لری که یی څوک کوی هغه به د هغه خپل شخصی نظر او یا به د څه فشارونو له امله وی نو اوس چی تیره ورځ په کابل کی همداسی یوه ثناریو تر سره شوه او هلته ورکی د مخامخ خبرو او نیټی ژمنه وشوه چی یو ځل بیا پاکستان دی معاملی ته ټټر ډبولی دی چی دوی به په اسلام اباد کی طالبان دمخامخ خبرو لپاره کینوی خو دسنګر مجاهدینو، دمجاهدینو خواخوږو، دفرهنګی او فکری جګړی مبارزینو او په ټوله کی عامو مسلمانانو لکه څنګه چی تاسی خبر یاست چی زموږ په ګران وطن کی ولی جګړه روانه ده؟ چا روانه ساتلی؟ ولی یی روانه ساتلی؟ اصلی لوبغاړی یی څوک دی؟ آیا پاکستان دا توان لری چی هغه طالب خبرو ته کینوی چی دامریکا په شمول یی ۶۴ ملکونه مات کړل؟ او تاسی هم وینۍ چی طالبان دڅه لپاره او په کوم نیت جنګیږی نو آیا طالبان به دپاکستان دی پریکړی ته غاړه کیږدی؟ چی دا به وخت ثابت کړی چی طالبان تر کوم حده دپاکستان تر اثر او فشارونو لاندی دی. صحی ده موږ منو چی نارضه یا مخالف شوی کسان یا نور مسؤلین چی پاکستان کی ناسته، پاسته یا دمهاجرت په شکل استوګنه لری خو د هغه نه به دافغانستان د معزلی دحل توقع ونشی او که کیږی او نور هم خلک دا فکر وکړی چی پاکستان طالبان خبرو ته کینولای شی نو دا به حماقت وی. بلکی په افغانستان کی به جګړه لا ګرمیږی او د کابل د غلامی اداره چی د خپلی ډوډی دخوړلو واک نلری او د ټولی نړی مرسته او عملا جنګی عسکر شتون لری طیاری، ټانکونه هر قسم نوی پرمختللی وسلی او ټیکنالوژی یی په اختیار کی ورکړی او استعمالوی لا ضعیفه او له پښو وغورځول شی خو دوی به هیڅکله هم پدی ونه توانیږی چی دغه خپل سر او آزاد خړپړ طالب ته په معرکه کی ماته ورکړی ځکه هسی هم دکابل د اداری پښی ماتی شوی او اوبه یی له ورخه وتلی دی او نه د نور د پاکستان د غلبل اوبو ته لپه نیسی.

















