کابل ټکی کام ۲۳وږی/۱۳۹۴
راپور: قدرت الله حسین
کاپيسا کې په يوه وسله وال بريد کې درې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کاپيسا چارواکو ويلي دي چې پېښه تېره شپه د دې ولايت د مرکز په نوآباد سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې پوليس د ګزمې په حال کې وو.
د چارواکو په وينا پر پوليسو په بريد کې يو پوليس ووژل شو او دوه نور ټپيان شول.
د کاپيسا امنيه قوماندان عبد الکريم فايق رسنيو ته د پېښې پخلی کړی او ويلي يې دي، چې تېره شپه ۱۱بجې زموږ پوليس په نوآباد سيمه کې په ګزمه بوخت وو، چې بريد پرې وشو، د هغه په وينا له بده بخته يو پوليس وژل شوی دی او دوه نور ټپيان دي.
نوموړي د ټپي پوليسو د روغتيايي حالت په اړه رسنيو ته څه و نه ويل.
د بريد پړه هم تر دې دمه چا پر غاړه نه ده اخيستې.
هېره دې نه وي، چې د کاپيسا د مرکز په شوخي سيمه کې هم څو ورځې وړاندې د پوليسو يو رېنجر په ماين الوزول شوی و، چې له امله يې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.


















