کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ ثور، ۱۴۰۳ل)
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، چې پر حماس د بشپړ بریالیتوب ادعا یوه غیرواقعي خبره ده. د پولیتیکو خبري آژانس د خبر له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال “کرټ کمبل ویلي: ځېنې وختونه چې موږ د اسراییلي مشرانو خبرې اورو، هغوی د جګړې په ډګر د بشپړ بریالیتوب په اړه خبرې کوي. نوموړي زیاته کړې،چې زه فکر نه کوم، چې د اسراییلو رژیم د بریالي کېدو شونتیا موجوده وي؛خو زیاتره هېوادونه دې ته لېواله دي، چې په دې برخه کې یوه داسې سیاسي حل لاره پیدا شي، چې په هغه کې د فلسطینیانو حقونه خوندي وي. دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ یو وتلی امریکايي څېړونکي “فرانتزمن” هم په خپله ایکس پاڼه لیکلی و، حماس نه یوازې کمزوری شوی نه دی، بلکې د غزې ۹۰ سلنه سیمو ته بېرته راګرځېدلی او د سیمو واک یې په خپله ولکه کې اخیستې ده.


















