د ژوند په سير کې ځينې وخت انسان له داسې ډول ستونزو سره مخ شي، چې پخوا يې په سوچ يې هم نه وي راغلي.
تاریخ ډېر څه له ځانه سره ساتي! هغه څه ، چې زموږ په هېواد کې تېر شوي، د وخت واکمنو کومې چپه ميچنې چې زموږ په مظلوم اوبې ګناه ولس ګرځولي ؛ تاريخ به يې معاف نه کړي!
خو د انديښنې وړخبره دا ده چې د قدرت ليونيان يې په سياسی معاملو کې ، د خپل قدرت او واک په ترلاسه کولو په تمه هغه اشخاص معاف کړي ، چې لاسونه يې تر څنګلو پورې د مظلوم ولس په وينو ککړ وي.
د کمونيستي نظام د بقا لپاره مجاهدينو سره د جګړو پر مهال چې کومې لوبې د ولس پر سر وشوې يا د کمونيزم تر زوال او سقوط وروسته چې کومې جګړې او بيا دهمغو جګړمارو او تالانګرو سره کومې ناکامه موافقې رامنځته شوې، د پښتو متلونه يې په ثبوت ورسول چې د جګړو او سياسي موخو د رسيدا لپاره ډېرهېوادوالو ته کفن ور په برخه نشول.
وړمه ورځ يو راپور نشر شو ، چې په خوست کې د يوې مرګونې پېښې وروسته ۶ جنازې په دې انتظار يوه شپه او يوه ورځ په کور کې ايښودل شوې وې، چې د وارثانو سره يې د کفن درک نه و.
د بغلان په جګړه کې له کورونو بې ځايه شوو کورنيو په شپه ورځ کې په ډوډۍ يا نور خوراک څکه ونه کړه.
په پکتيکا کې د سالم درمل نه موجوديت له امله تنکيوماشومانو ژوند د لاسه ورکړ.
د رشوت نه لرلو له امله ليسانس محصلين د بې روزګارۍ له وجې د يونان او ترکيې د کبانو خوراک شول.
(( مرګ حق او کفن شک )) د ارويا په لور تلونکو ځوانانو ثابت کړ !
که د سياسي رقابتونو ، د واک ته رسيدا مخالفتونو او پرديو جګړو دوام چې د افغان ولس پر سر تپل شوي دي ، په همدې حال پاتې شي ؛ نو په ډېرو ولاياتو، ولسواليو او کلو کې به زموږ مړي بې کفنه پراته وي.
دا نه چې زموږ په ولايتونو او کلو کې شتمن نشته، خپلوان نشته ؛ خو زموږ د واکمنو، قومي مشرانو او خپلوانو سره د بې کفنه پرتو مړو په اړه انساني او اخلاقي احساس نشته .
يو شاعر په دې اړه وايي:
د چا خوښيږي نه چې کومه جوړه واغوندمه
څوک د کفن پورې حيران دي په تختو پراته دي
زموږ شتمن د ناامنيو له امله خپلې شتمنۍ بهرنيو هېوادونو ته باسي؛ خو ولس مو بې کفنه دی، ولس مو په تن لوڅ او نس نهردی.
که ووايو چې زمونږ د واکمنو په زړونو کې يواځې قدرت او ځان ځانيو ځای نيولی دا قدرت او ځان ځاني په نوروهېوادونو کې هم پالل کېږي؛ خو غوره دا ده چې ووايو: زموږ پر سرونو درول شوو او تپل شوو واکمنو په په سينو کې زړونه نشته !
که زړونه پکې وای بيا خو به يې که په ژونديو رحم نه لرلی ؛ د بې کفنه هېوادوالو په بد حالت خو به يې نور په زړونو کې لږ ترحم او نرموالی راغلی وای؛ خو بيا هم د الفت مرحوم شعردی، وايي:
زړه يې مه بوله تورکاڼی د سحرا دی
په ليدو د زخمي زړه چې زخمي نشي.
















