« تبصره »
تر يوې نيمې مياشتې زيات وخت وشو، چې دسياسي سمون هڅې پيل شوي دي؛ تر څو په افغانستان کې د جګړې ځای سوله ونيسي؟
د هڅو د کاميابیو لپاره د امريکا، چين، افغانستان او پاکستان څلوراړخېزه کميټه جوړه شويده، چې په کابل کې دڅلورمې غونډې په پايله کې هم دسولې او امن څرک نه ښکاري.
دا چې د راتلونکې مارچ مياشتې په لومړيوکې به د څلور اړخېزې کميټې پنځمه غونډه څه لاس ته راوړنې ولري؟ له وخت وړاندې څه نه ويل کېږي؛ خو داسې ښکاري چې څرنګه ژمنې شوي دي په بشپړ توګه به پوره نکړل شي.
په افغانستان کې د بهرنيو پوځونو په موجوديت کې سوله راتلل ګرانه ده، يو شمېر افغانان، چې د جګړو او نا امنيو له امله يې ژوند په خپل هېواد کې تريخ شوی دی، سولې ته زيات هيله من دي ،وايې: نور نو په هېواد کې د جګړو، وژنو ، نيولو او بمباريو له امله د تباهيو توان اوغم نه لري.
په دې هيله دي، چې د سولې لمر به يې په هېواد کې د لوړوغرونو په څرک ويرزپلی ژند په خوښيو بدل کړي .
خو په بهر او داخل کې د ښځو يو شمېر سازمانونه انديښنې لري ، که د طالبانو سره د سولې هڅې کاميابې شي د ښځو سرنويشت به څه وي؟
ښځې به څه ډول ژوندکوي؟
ښځې به بيا يواځې د کورښځې وي؟
ښځې به بيا په محدود چاپيريال کې راګيرې وي؟
دا ديته ورته انديښنې دي، چې د هېواد په داخل او بهر کې د ښځو سازمانونو سره يې انديښنې او ګرويږنې را پيدا کړي دي .
که څه هم د سولې په شورا کې د باميانو پخوانۍ ولۍ حبيبه سورابي د مرستيالانو په ډله کې شمېرل شوې او هم دوه نورې غړې د سولې په شورا کې برخه لري، په لندن کې ميشت د ښځو نړيوال سازمان انديښنه ښودلې ده ، چې په اوس وخت کې هم د ښځو حقوق تر پښولاندې کېږي،کچېرې دسولې په مثبته پايله کې د طالبانو سره په يوالي حکومت جوړشي ؛ ښځې به يو ځلې بيا هم له خپلو حقوقو بې برخې شي.
د دې نظرسره د هېواد ټولې ښځې يوالی نه لري ؛ ځکه د اروپايي يا غربي نظر څخه ددې غږتراغيز لاندې ښځو څرګندونې دي، په افغانستان کې، چې د طالبانو سره په يوالي حکومت جوړيږي په موجوده حالاتوکې، چې د ښځو د حقوقو څخه سرغړونې کېږي او په هره اونۍ کې د ښځو د ځاني وژنو او ځان سوزولو راپورونه ورکول کېږي له دې بده حالته به ښځې را ووځي.
په هېواد کې به د اسلامي اصولو په رڼا کې د ښځې او نر دواړو حقوق ساتل کېږي.
دا چې تراوسه پورې پوره څرګنده نه ده، چې طالب مشران د اسلام آباد په راتلونکي غونډه کې برخه اخلي اوکنه؟
مذاکرات د کاميابۍ درشل ته رسېږي اوکه نه؟
افغان چارواکو له پاکستانه غوښتې ، چې تر لسو پورې طالب مشران د سولې په خبرو کې د ګډون لپاره آمده کړي!
آيا پاکستان دا توان لري ، چې طالب مشران د دولت سره خبرو ته کينوي؟
ځکه پاکستانيو چارواکو د مخه ويلي وو، چې مذاکرات د افغانانو خپل منځي مسئله ده.
دا چې د مخه د سياسي سمون په اړه کومې هيلي او انديښې شته ؛ راتلونکی به يې په اړه ځواب ووايي.

















