کابل ټکی کام (جمعه، ۳۰ وږی، ۱۴۰۳ل)
حماس اسلامي غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د غزې له مظلوم ولس او ویاړمن مقاومت څخه د لبنان د حزب الله غورځنګ د هر اړخیز او پریکنده ملاتړ مننه کوو.
اعلامیه کې راغلي: د صهیونیستي ترهګر او بلواګر ريژیم پر وړاندې د حزب الله غورځنګ اغیزناکه مقاومت او قربانۍ د قدر وړ دي او تاریخ کې به په زرینو کرښو ولیکل شي.
د یادونې وړ ده، چې حماس داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې تېره شپه د لبنان د اسلامي مقاومت حزب الله مشر “سید حسن نصرالله” په یوه تلویزیوني وینا کې د غزې د مظلوم ولس او ویاړمن مقاومت څخه د خپل ګوند پر ملاتړ یو ځل بیا ټینګار وکړ.


















