کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱ تله، ۱۴۰۳ل)
د حزب الله ځواکونو د اشغالي فلسطین په “حیفا” ښار پراخ توغندیز بریدونه ترسره کړي، چې په پایله کې یې ګڼو ودانیو او موټرو ته زیانونه اوښتي دي.
په ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې ګڼې ودانۍ ویجاړې شوې او سلګونو موټرو اورونه اخیستي دي.
د لبنان د اسلامي مقاومت سازمان “حزب الله” په خپل ټلګرام ټولنیزې شبکې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې، چې د اشغالي فلسطین حیفا ښار کې یې نن د ورځې په پیل کې د صهیونیستي ریژیم یوه مهمه پوځي اډه د لسګونو پرمختللو توغندیو پر مټ هدف ګرځولې ده.
پیغام کې ادعا شوې، چې دغې اډې څخه په غزه او لبنان کې د هوایي بریدونو لپاره کار اخیستل کېده او لسګونو صهیونیستي پوځیانو ته یې پکې مرګ ژوبله اړولې ده.


















