کابل ټکی کام (شنبه، ۳۱ وږی، ۱۴۰۳ل)
په داسې حال کې، چې تېره ورځ د لبنان په پلازمېنه “بېروت” کې د حزب الله مقاومتي غورځنګ د لوړ پوړي غړي “ابراهیم ابن عقیل” په ګډون د یادې ډلې ګڼ پوځي قوماندانان د صهیونیستي اشغالګرو په هوایي برید کې ووژل شول په ځواب کې یې حزب الله غورځنګ د اسرائیلو په ګڼو ښارونو توغندیز بریدونه کړي دي.
د حزب الله غورځنګ اړوند “المنار” تلویزیوني شبکې د یادې ډلې یوه اعلامیه خپره کړې، چې پکې ادعا شوې، چې حزب الله ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د صهیونیستي ريژیم د پلازمينې تل ابیب په ګډون د دغه فرضي هېواد ګڼ ښارونه هدف ګرځولي دي.
حزب الله مقاومتي غورځنګ ادعا کړې، چې دغو بریدونو کې پرمختللي توغندي کارول شوي او ګڼ شمېر صهیونیستانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یادونې وړ ده، چې اسرائیلو تر دې دمه د حزب الله ځواکونو په توغندویي او د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي؛ خو اسرائیلي ترهګر پوځ منلی، چې ګڼ ښارونه یې هدف ګرځول شوي دي.


















