ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
د زکوة پيژندنه
پوښتنه : زکوة څه ته وايي؟.
ځواب : د مال هغې ځانګړې برخې ته زکوة وايي کومه چې د خدای تعالی له حکم سره سم فقيرانو، بې وسو، يا بل چا ته ورکول کيږي، او هغه يې مالکان جوړ شي، پوه شئ چې لمونځ او روژه بدني عبادت دی، او زکوة مالي عبادت دی ([1]).
په کتاب او سنت کې زکوة له ايمان سره په دريمه مرتبه کې او له لمانځه سره په دويمه مرتبه کې راغلى، له همدې امله له کتاب الصلوة وروسته کتاب الزکوة ذکر کيدلاى شي، او له همدې امله زکوة ته ثالثة الايمان او ثانية الصلوة ويل کيږي.
اما الکتاب فقوله تعالى )الَّذِین یومِنُوۡنَ بِالۡغَيب وَ يقیمون الصَّلاۃَ وَ مِمَّا رَزَقۡنهم ينفقون ( واما السنة فقوله عليه السلام )بنی الاسلام علی خمس ….الحديث( ([2]).
د زکوة لغوي او اصطلاحي معنى
زکوة په لغت کې په معنى د طهارت (پاکوالي) سره دى، همدارنګه زکوة په معنى د زياتوالي سره هم راځي ([3]) د جهالت په اصطلاح کې هر ډول صدقې ته زکوة ويل کيدل، په نبوي صلی الله عليه وسلم شريعت کې صدقه په يو شمير قيودو سره مقيده شوې او زکوة ورته ويل شوي دي ([4]).
او د زکوة اصطلاحي معنى ده )تمليک جزء مال عينه الشارع من مسلم فقير غير هاشمی ولا مولاه( ([5]).
د تمليک له لفظ دا معلومه شوه چې د زکوة اداء کولو لپاره د فقير مالک جوړول ضروري دي، يوازې په اباحت سره زکوة نه اداء کيږي، د بيلګې په توګه که د عامو فقيرانو د استعمال لپاره کوم عمارت جوړ کړى شي نو دا زکوة نه ګڼل کيږي، همدارنګه په همدې تعريف کې له جزء مال څخه مراد د نصاب په اندازه د نامي مال څلويښتمه برخه ده، يا د سوائمو مقرر کړى شوې برخه ده، يا د هغې قيمت، په لغوي او شرعي معنى کې مناسبت ښکاره دى، ځکه چې د الله تعالى جل جلاله ارشاد دى :
) خُذۡ مِنۡ اَمۡوَالِہِمۡ صَدَقَۃً تُطَہِّرُہُمۡ وَ تُزَکِّیۡہِمۡ بِہَا (([6]) د زکوة په ورکولو سره له يوه لوري د پاتې مال پاکوالى راځي، له بل لوري له بخل څخه زړه پاکيږي، او دريم دا چې انسان له ګناهونو څخه پاکيږي.
همدارنګه د زکوة په ورکولو سره په مال کې ترقي او برکت پيدا کيږي، الله تعالى جل جلاله فرمايي )يمحق اللّٰہُ الرِّبوا وَ يربِی الصَّدَقات ( ([7]).
په حديث شريف کې راغلي : )ما نقص مال من صدقة( د زکوة په ورکولو سره اګر که ظاهراً او حساً کمى راځي، خو د برکت له امله په هغه کې زياتوالى راځي ([8]).
د زکوة لغوي معنى ده پاکوالى، برکت او زياتوالى، د شريعت په اصطلاح کې زکوة ويل کيږي د خپل مال د معلومې اندازې هغې برخې ته کومه چې شريعت مقرره کړې او کوم مستحق د هغې مالک (څښتن) جوړ کړى شي، د زکوة لغوي او اصطلاحي معناګانې چې دواړه مخته کيښودل شي نو دا ترينه معلوميږي چې همدغه کړه يعنې د خپل مال د معلومې اندزې د يوې برخې کوم مستحق مالک جوړول د مال د پاتې برخې لپاره پاک کونکې ده، په هغې کې د حق تعالى جل جلاله له لوري برکت اچول کيږي، او د هغه همدغه مال نه يوازې دا چې په دنيا کې ډيريږي او زياتيږي، بلکې په اخروي لحاظ هم الله تعالى جل جلاله د هغه په ثواب کې زياتوالى کوي، او د همدغه مال څښتن له ګناهونو او بدو خويونو لکه بخل وغيره څخه پاک او صاف کوي، نو له همدې امله همدغه فعل ته زکوة ويل کيږي.
زکوة ته صدقه هم له دې امله ويل کيږي چې همدغه فعل يعنې د خپل مال د يوې برخې ويستلو دعوه د ايمان په صحت او صداقت باندې دليل کيدلاى شي ([9]).
همدارنګه ليکل شوي :
د زکوة دوه لغوي معناګانې مشهورې دي :
(١) طهارت.
(٢) نماء، يعنې پاکوالى او زياتوالى، او د شريعت په اصطلاح کې د زکوة معنى دا ده چې يو عاقل او بالغ مسلمان له خپل هغه مال څخه کوم چې شرعي نصاب ته رسيدلى وي يوه معلومه برخه کومه چې په شريعت کې مقرره شوې کوم داسې مسلمان فقير او محتاج ته په تمليک ورکړي چې نه سيد او نه هاشمي وي، او نه د هغه ازاد شده غلام وي، او همدغه مصرف کول يې د زکوة اداء کولو په نيت سره وي، د درمختار دويم ټوک په ٣ مخ کې ذکر شوي :
)وهی تمليک جزء مال عينه الشارع من مسلم فقير غير هاشمی ولا مولاه مع قطع المنفعة عن المملک من کل وجه لله تعالی(
همدارنګه د الله تعالى جل جلاله په لار کې د مال په مصرف کولو سره د مال له پاکوالي سره سره په مال کې زياتوالى هم راځي، له همدې امله همدغه فعل ته زکوة ويل کيږي.
د عاقل، بالغ او مسلمان قيد د دې لپاره لګول شوى چې په ديوانه (ليوني)، نابالغ او کافر باندې زکوة فرض نه دى )وشرط افتراضها عقل وبلوغ واسلام وحرية( ([10]).
د شرعي نصاب په قيد سره هغه مال خارج شو کوم چې نصاب ته نه وي رسيدلى، ځکه چې په هغه کې زکوة واجب نه دى.
د معلومې برخې په قيد سره نفلي صدقات خارج شول، ځکه چې په هغو کې تعين نشته.
د مسلمان فقير او محتاج تمليک کول کوم به چې نه هاشمي وي او نه به د هغه ازاد شده غلام وي، له دې عبارت څخه کافر خارج شو، ځکه چې کافر ته زکوة نشي ورکول کيداى، همدارنګه څوک چې مسلمان وي خو فقير او محتاج نه وي، بلکې غني وي هغه ته هم زکوة نشي ورکول کيداى، همدارنګه څوک چې مسلمان وي خو هاشمي او سيد وي، يا د هغه ازاد شده غلام وي، هغوى هم د خپل عظمت او حرمت له امله زکوة نشي اخيستلاى.
د تمليک په لفظ سره د دې خبرې واضح کول پکار دي چې د زکوة روپۍ يا بل شى ضروري دي چې کوم فقير او محتاج ته په تمليک سره ورکړى شي، لهذا د زکوة روپۍ په هر هغه ځاى کې چيرته چې تمليک او قبض نه وي هلته نشي مصرف کيدلاى، د بيلګې په توګه براه راست په جومات باندې نشي مصرف کيدلاى، ځکه چې په جومات کې د تمليک او قبض اهليت نشته، همدارنګه د زکوة روپۍ د کوم مړي په کفن او وغيره کې نشي مصرف کيدلاى، ځکه چې مړى د تمليک او قبض اهل نه دى.
د زکوة ورکولو په نيت سره د مصرف کولو قيد د دې لپاره لګول شوى چې زکوة عبادت دى او عبادات له نيت پرته نشي اداء کيدلاى.
او تمليک کونکي ته د هغه په تمليک کې به ذاتي منفعت نه وي، په دې قيد سره دې لور ته اشاره شوې چې زکوة ورکونکى خپل زکوة خپلو اصولو لکه پلار، مور، نيکه وغيره ته او خپلو فروعو زوى، لور، لمسي او وغيره ته نشي ورکولاى، همدارنګه يو کس خپل غلام ته په تنخوا کې زکوة نشي ورکولاى، ځکه چې په دې کې د زکوة ورکونکي ذاتي غرض پيدا کيدلاى شي ([11]).
([1]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٨٢.
([2]) عمدة القاري، ج : ٨، ص : ٢٣٣.
([3]) بذل المجهود، ج : ٨، ص : ٣، اوجز المسالک، ج : ٥، ص : ٢٣٣، والتفصيل في معارف السنن، ج : ٥، ص : ١٥٩، وقد استوفي بما يکفي ويشفي.
([4]) معارف السنن، ج : ٥، ص : ١٦٠.
([5]) تنوير الابصار، ج : ٢، ص : ٢.
([8]) نفحات التنقيح في شرح مشکوة المصابيح، ج : ٣، ص : ١١٨ – ١١٩، بحواله : فتح الباري، ج : ٣، ص : ٢٦٢، اوجز المسالک، ج : ٥، ص : ٢٣٣.
([9]) مظاهر حق جديد، ج : ٢، ص : ١٦٤.


















