کابل ټکی کام ۱۱کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې حامد کرزی نن په یوه رسمي سفر هند ته ورسېدو.
خبر پاڼې ویلي دي، چې حامد کرزی د هند د ټېکنالوجۍ انسټيټیوټ څېړنیز مرکز په بلنې سره هند ته تللی دی.
خبر پاڼې لیکلي دي، چې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په دغه سفر کې ډاکټر رنګین داد فر سپنتا، زلمی هېوادمل او ارشاد احمدي ملتیا کړې ده.
د یادولو ده، چې پخوانی ولسمشر د خپلې کاري دورې تر پای ته رسېدو وروسته څو ځلې هند، چین او نورو سیمه ییزو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.


















