کابل ټکی کام ۱۱کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د افغانستان د دفاع وزارت له لورې په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي دي، چې په تېرو څلور ویشتو ساعتونو کې د ملي پوځ ۸ منسوبین د طالب جنګیالیو سره په جګړه کې وژل شوي دي.
خبر پاڼې همدا راز لیکلي دي، چې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د یوولسو داعشیانو په ګډون لسګونه تنه مخالفین هم وژل شوي دي، او نهه څلوېښت تنه نور ټپیان شوي، او دوولس تنه نور یې ژوندي نیول شوي دي.


















