سعيد غلجی
الله تعالی جل جلاله په قرآن عظيم الشان کې فرمايي – ژباړه: «له مؤمنانو څخه ځينې داسې شخصيتونه شته چې الله سره یې کړې ژمنه رښتيا کړې ده، له هغوی څخه چا خپل نذر پوره کړ او څوك د وخت راتلو ته انتظار باسي، هغوی په خپله کړنلاره کې هيڅ تبديلي را نه وستله». [سُوۡرَةُ الاٴحزَاب : 23]
همداراز يو بل ځای الله تعالی فرمايي – ژباړه: «كوم كسان چې د الله په لاره کې وژل شوي دي، هغوى مړه مه ګڼئ، هغوی خو په حقيقت کې ژوندي دي، د خپل رب په وړاندي روزي مومي. څه چي الله د خپلې لورينې له مخې هغوی ته ورکړي دي، پر هغو خوښ او سوکاله دي او په دې خوشحاله (ډاډه) دي چې كوم مؤمنان له هغوی وروسته په نړۍ کې پاتې دي او لا تر اوسه پورې هلته نه دي رسېدلي، د هغوی لپاره هم څه وېره او کړاؤ نشته. هغوى د الله په لورينه او د هغه په مهربانۍ خوشحاله او سوکاله دي او هغوی ته څرګنده شوې ده چې الله د مؤمنانو اجر نه ضايع كوي. [سُوۡرَةُ آل عِمرَان :169 – 171]
په ډېره خواشينۍ سره خبر شولو چې پرون ماسپين مهال د مهاجرينو چارو وزير حاجي خليل الرحمن حقاني د خپل وزارت په مسجد کې د اسلام او مسلمانانو د دښمنانو له خوا په يو بزدلانه بريد کې د شهادت لوړ مقام ته ورسېد او د خپلې کورنۍ له لسګونو شهيدانو سره يو ځای شو! نحسبه کذلک والله حسيبه…
اتل شهيد حاجي خليل الرحمن حقاني « تقبله الله » د لوی مصلح او ستر غازي مرحوم جلال الدين حقاني ورور او د فدايانو د سالار خليفه سراج الدين حقاني (حفظه الله) اکا ؤ. نوموړي خپل ټول ژوند د الله تعالی لارې ته وقف کړی ؤ، دی لا ځوان ؤ چې د شوروي يرغلګرو خلاف يې جهاد پيل کړ، ډېر پياوړی، زړور او نښه ويشتونکی مجاهد ؤ، د شوروي يرغلګرو خورا زيات ټانګونه یې په خپل لاس نست او نابود کړل.
د شوروي خلاف جهاد پر مهال او بيا تر هغه راوروسته د صليبي يرغلګرو خلاف جهاد پر مهال چې پر ده او د دوی پر مجاهدې او باتورې کورنۍ کوم مشکلات تېر شوي او په لسګونو غړي یې شهيدان شوي، ټولو هېوادوالو ته معلوم دي او کيسې ته یې حاجت نشته.
څه موده وړاندې یوې رسنۍ د شهيد حاجي صاحب پر ژوند يو مستند جوړ کړ، چې نوم یې ورکړی ؤ (له لمبو څخه راوتلی سړی!) نو رښتيا هم چې حاجي صاحب د اور له لمبو څخه راوتلی ؤ! دا چې مرګ په ټاکلې نېټه راځي، نو ځکه حاجي صاحب تر اوسه ژوندی پاتې ؤ، کنه د ده زړورتيا او سختو معرکو ته په کتو بايد څو، څو ځله شهيد شوی وای.
دا چې شهادت د الله تعالی يوه ځانګړې پيرزوينه ده، په قرآن کريم او نبوي احاديثو کې د شهيد لپاره خورا زيات فضيلتونه ذکر شوي او خپله رسول الله صلي الله عليه وسلم هم د شهادت دعا او تمنا کړې او په ځينو رواياتو کې ويل شوي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم هم ځکه د شهادت مقام تر لاسه کړی، چې تر وفات څه موده وړاندې د يهودو له خوا په خوراک کې زهر ورکړل شول، د هماغو زهرو له امله مريض او بالاخره وفات شو. نو بناءً په داسې حال کې چې د حاجي صاحب په فراق خورا زيات غمجن او له سترګو مو اوښکې روانې دي، مګر بيا هم لومړی د حاجي صاحب پاک روح، د دوی عزتمنې او مجاهدې کورنۍ، خپلو مجاهدو مشرانو، مجاهدينو او په مجموع کې ټول افغان مسلمان ولس ته د نومړي د شهادت مبارکي وايو او دعا کوو چې الله تعالی دې د شهيد حاجي صاحب روح د بدر او احد له شهيدانو سره يو ځای کړي.
په دومره پوخ عمر کې د يو وزير په توګه د حاجي صاحب شهادت په دې دلالت کوي، چې نوموړی يو پاک او سپېڅلی مسلمان او الله تعالی ته قبول مجاهد ؤ، ځکه چې شهادت هر چا ته نه په نصيب کيږي، دا يو ځانګړی شرف دی چې يوازې پر الله تعالی ګران خلک يې ترلاسه کولی شي. نو حاجي صاحب بختور ؤ چې په دې عمر يې شهادت تر لاسه کړ، ځکه هسې یې هم ژوند په آخر ؤ، خو پر موږ یې فراق خورا دروند تمام شو.
د شهيد حاجي صاحب له جهاد سره دومره مينه وه، چې هيڅکله بې وسلې او بې چانټې نه ګرځېد. واقعاً چې یو نر او باتور مسلمان ؤ. د جهاد په بهير کې یې چې څومره تکاليف تېرول، هغومره يې عقيده پياوړې کېده، هيڅ ډول مشکلاتو د ده فولادي عزم مات نه کړ، تر دې چې په سپينه ږيره يې په داسې حال کې شهادت تر لاسه کړ چې د ماسپښن جماعت ته روان ؤ او د مسجد په دروازه کې په سرو وينو رنګ د الله تعالی لقاء ته ورغی.
په عين حال کې نوموړی خورا خاکساره، د ولس په درد دردمن او مشفق مشر ؤ، ډېر عادي ژوند يې درلود، له خلکو سره یې خورا زيات ترحم کاوه، دومره زيات ترحم چې بالآخره دغه ترحم او خوشباوري يې د شهادت لامل شوه. ځکه چې مراجعينو په ډېره اسانۍ سره کولی شول تر حاجي صاحب پورې ځان ورسوي، نو بدبخته بريدګر هم ځکه په ډېرې اسانۍ ځان ور ورساوه.
نو خلاصه دا چې مرګ خو يقناً په ټاکلې نېټه راځي، مګر بيا هم پر احتیاط مکلف يو، بايد د مشرانو د امنيت لپاره لازم تدابير ونيول شي، تر څو خدای مه کړه بيا ځل داسې ناوړه پېښه تکرار نه شي، چې ټول ولس د وير په ټغر کښېنوي. پښتو کې متل دی، چې سل دې ومره، خو يو دې مه مره! نو رښتيا چې د مشرانو شهادت او فراق د ولس لپاره خورا لويه ضايعه وي. نو بايد هم یې امنيت ته جدي توجه وکړو او هم یې په ژوند قدر وکړو او له تجربو یې ګټه واخلو.
او يوه بله وروستۍ خبره دا چې د حاجي صاحب له شهادت را وروسته، مخالفين د ګران هېواد د امنيت د اخلال په هکله منفي تبليغات کوي او خلکو ته داسې ذهنيت ورکوي چې ګويا په افغانستان کې امنيت نشته، ځکه خو د وزير په کچه شخصيت ترور کيږي. نو هغوی ته وايو، چې دا د نا امنۍ نه، بلکې د قوي امنيت دليل دی، ځکه دلته حالت دومره عادي او امنيت دومره ډاډمن دی، چې يو بريدګر په ډېره اسانۍ ځان آن تر وزير صاحب ورساوه. نا امني کې د وزارت تر مقامه ځان رسول اسانه نه وي. که نا امني وای خو اوس به هم په ښار کې د پخوا په څېر کمربندونه او شل ځایه تلاشۍ وې، هره ورځ په په لسګونو خلک وژل کېدل او خلکو به تر نیمو شپو سفرونه نه کول. نو دا زموږ د امنيت او نورمال وضعيت ښکارندوي کوي، چې حالت دومره اطميناني دی. البته دا چې دښمنان له دې ډاډمنې فضاء څخه ناوړه استفاده کوي او دومره بزدلانه بريد طرح کوي، چې په جومات کې د لمانځه پر مهال بريد تر سره کوي، نو دا ډول يوه نيمه پېښه هر ځای تر سره کېدلی شي.
په مدينه منوره، بلکې په ټول حجاز کې مثالي امنيت ؤ، خو بيا هم له دې ډاډمنې فضاء څخه په استفاده يو مجوسي دښمن تر عمر فاروق رضي الله عنه پورې ځان ورساوه او په جومات کې دننه يې د لمانځه پر مهال بريد پرې وکړ او امير المؤمنين عمر فاروق رضي الله عنه د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.
نو دا د مسلمانانو تګلاره ده، چې همېشه پر خلکو خوشباوري کوي، د مرګ له وېرې ځان پسې شل او دیرش ساتونکي نه ګرځوي او يوازې پر الله تعالی جل جلاله توکل ساتي.
الله تعالی دې د حاجي صاحب شهادت قبول کړي او د نورو مشرانو او ټول امت دې الله تعالی حافظ او ناصر شي.
اللهم اجرنا في مصيبتنا واخلف لنا خيراً منها